د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له ازیبکستانه تر راستنېدو وروسته وايي، چې سرپرست وزیران د سفرونو له بندیز سره مخ نه دي او د بشري مسایلو په موخه نورو هېوادونو ته سفر کولای شي.
د اسلامي امارت د کابینې دغه چارواکی زیاتوي، د ازبیکستان د وارداتي برېښنا د تړون غځولو په موخه یې تاشکند ته سفر کړی و چې د دغه سفر په پایله کې به د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست د دوشنبې په ورځ له ازبیکستانه کابل ته بېرته راغلی.
ښاغلي منصور په دې هکله وویل:«دا تراوسه پورې د اسلامي امارت کوم وزیر صاحبان چې ځي په هغه کې هغه پروژې چې هغه بشري دي په هغو کې دنیاوالو هم تراوسه پورې څه نه دي کړي او داسې خاصه پابندي نشته زموږ په سفرونو باندې، که وی خو اوس به زموږ په سفر باندې پابندي لګېدلې وای، داسې مشکل نشته ان شاالله.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي، چې په دغه سفر کې یې له ازبیکستان سره د وارداتي بریښنا تړون تمدید کړی دی، چې له مخې به یې افغانستان ته ۴۴۰ میګاواټه برېښنا ورکړل شي.
ښاغلی منصور زیاتوي:«هغه تړون چې شوی کابو ۴۴۰ مېګاواټه برېښنا ده چې همدا په تړون کې ځای پر ځای شوی د تړون د توکو پر بنسټ هغوی ان اشالله موږ ته برېښنا راکوي.»
اخوا، د افغانستان برېښنا شرکت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل:«موږ څه موده وړاندې د سوداګرۍ خونې استازي راغلي وو، هغوی د زغالو په برخه کې، د برېښنا د تولید په برخه کې، پانګونې ته زړه ښه کړی دی او هغوی غوښتنه کړې ده چې موږ په دې برخه کې تاسو ته ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړو.»
د افغانستان ۸۰ سلنه بریښنا له ایران او منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه، ازبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستانه واردېږي او شل سلنه پاتې بريښنا د اوبو له بندونو او حرراتي او لمریزې بریښنا برابرېږي.