Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سراج الدین حقاني:د ا.ا مشرتابه د ښځو د تحصیل او کار مسلې د حل لپاره هڅې کوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه کار کوي چې ښځینه زده کړیالانو ته پوهنتونونه پرانیزي او د ښځو د کار مسله هم حل کړي.

سراج الدین حقاني د یوناما له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغو دوو مسایلو په اړه د شرعي احکامو پر بنسټ د یوې معقولې حل لارې موندلو هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«د کورنیو چارو وزیر وویل د اسلامي مارت رهبري د ولس د رفا او خیر لپاره ژمن دی، د ستونزو د هوارۍ لپاره هر اړخیزې هڅې روانې دي.»

یوناما په خپله ټویټر پانه لیکلي چي مارکس پوتزل له سراج الدین حقاني سره لیدنه کې زیاته کړې، د ښځو کار بندیز به افغانستان نور هم منزوي کړي او دې هېواد کې به اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی دریا خان بهیر وايي:«د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول زیانمن وي. بلخوا د کورنیو په اقتصاد په ټول کې د هېواد په اقتصاد منفي اغېزې کوي.»

یو شمېر زده کړیالانې له اسلامي امارت غواړي، چې پر وروستیو پرېکړو له سره غور وکړي.

زده کړیاله ترینا نبي زاده څرګندوي:«زه د اسلامي امارت له حکومته د دې غوښتونکی یم چې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.»

زده کړیاله ذکیه عالمي هم وايي:«غواړي چې پوهنتونونو ته ولاړې شي او په پوهنتونونو کې وې خپلو درسونو ته دې دوام ورکاوه، خو یو ناڅاپه پوهنتونونه زموږ پر مخ وتړل شول. موږ ډېرې ناهیلې یوو.»

ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرستیال، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د ښځو کار بندیز په اړه خبرې کړې دي.

نږدې دوه اوونۍ کېږي، چې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسې تړلې دي. له دې پرېکړې وروسته اقتصاد وزارت هم د یوه مکتوب په خپرولو سره په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، چې دا دواړه پرېکړې له ګڼو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه