Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وروستیو څرګندونو ته د کابل غبرګون

اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې کابل له نړۍ سره په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي چې داسې سند او شواهد نشته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوي وي.

ښاغلي کریمي وویل:«ټول هېواد د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او هېڅ ډول شواهد او سند شتون نه لري چې ګواکې زموږ په هېواد کې د نورو هېوادونو پر ضد اقدام یا فعالیتونه شتون لري.»

د افغانستان د ملي پرمختګ بهیر رییس امید سافی وايي:«امریکا اوس هم د افغانستان په سرحدونو کې دخالت لري، لا هم د امریکا بې پيلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې د هېواد په ځمکنۍ بشپړتیا کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې وروستیو کې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍ سره د خپلو ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړی دی.

نوموړی پر دې باور دی چې، طالبانو لا تر اوسه هم د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښونو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله داسې ویلي:«لکه څرنګه چې ما مخکې وویل، موږ پر طالبانو خپلو هغو غږونو چې د دوی د ژمنو پر بنسټ د افغانستان خاوره به هېڅکله د نړۍوالو ترهګریزو بریدونو د ترسراوي لپاره استفاده نه شي، دوام ورکوو. دا هغه ژمنې دي چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي او یا هم نه دي غوښتي چې هغه عملي کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی کامران امان وویل:«اسلامي امارت په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی، تر ننه د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو کومه سرغړونه، او د ګاوڼدیو او نورو هېوادونو پر ضد یې کومه کړنه نه ده کړې.»

په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو له څو بریدونو وروسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کابل له یادې ډلې پر ملاتړ تورن کړ؛ خو د هغه دغه څرګندونې د کابل له تُند غبرګون سره مخ شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه