د خوست ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشران له حکومت غوښتنه کوي چې د نجونو پر وړاندې دې د تړلو تعلیمي ادارو پر پرانیستو سربېره ښځو ته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو حق هم ورکړي.
د قومي مشرانو په باور که په یادو برخو کې اقدامات ونه شي د ولس او حکومت تر منځ واټن زیاتیږي.
قومي مشر شاپور وايي:«باید ښځو ته په دفترونو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي او ښه به وي چې له اسلامي حجاب سره نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.»
قومي مشر سمین خان ځدراڼ وویل:«که چېرې تعلیم نه وي، انسان د یوه ړانده په څېر وي. موږ د اسلامي امارت له ټولو چارواکو غواړو چې زموږ د تعلیم شمع بله شي.»
بل قومي مشر توریالی منګل هم څرګندوي:«که چېرې په موسسو کې کار مختلف وي یا په هر ځای کې که چېرې ښځو ته اړتیا وي، باید د اسلامي اصولو او عنعناتو په چوکاټ کې چې زموږ د کلتور په خلاف نه وي، اجازه ورکړل شي.»
قومي مشران دغه غوښتنې داسې مهال کوي چې همدا نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزرات معین په خوست کې د قومونو د همغږۍ په یوه ولسي غونډه کې وویل چې دوی د دیني عالمانو او قومي مشرانو مشورو ته ارزښت ورکوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معین عبدالخالق عابد وویل:«موږ غواړو چې له خپلو مشرانو او عالمانو سره کېنوو، له هغوی سره مشورې وکړو او د هغوی نظریه واخلو. همدارنګه له هغوی د ملت او د الله د دین ساتنه زده کړو.»
وروسته له هغې چې اسلامي امارت په دولتي او نادولتي ادارو کې د نجونو پر زده کړو او کار کولو تر امر ثاني پورې بندیر ولګاوه، دغه پرېکړې په کور د ننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
په دې اړه مو اندونه