د ننګرهار اچين ولسوالۍ مامندرې سيمې هغه کورونه چې نږدې شپږ کاله وړاندې د بمونو مور په غورځولو سره ويجاړ شوي، لا هم نهدي رغول شوي.
ځايي خلک وايي، د سرپنا نهشتون له امله لا هم په کرایي او یا د خپلوانو په کورونو کې اوسېږي او د خپلو کورونو د رغولو وس نهلري.
د مامندرې اوسېدونکی اميد وايي: «دلته چې د بمونو مور وغورځېدله، تقریباً دېرش کورونه وران شوي دي او دلته چې شاوخوا کوم کورونه دي، هغه هم خراب شوي.»
د مامندرې اوسېدونکی رستم خان زیاتوي: «یو نیم کور راغلی دی، د نورو کورنو دا وسه نهشته چې دا کوټې جوړې کړي. دا یو نیم کور چې تاسو وینئ، کورونه یې نهشته، خیمې یې وهلې دي.»
دې سيمې ته ورغځېدلی سړک خام او د ولسوالۍ يوازینی روغتيايي مرکز ترې نږدې اته کيلومټره لرې دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، د نږدې شپږو کلونو په تېرېدو پرې لا هم د غورځول شوي ستر بم اغېزې شته او ځينې ناروغيو يې انسانان، حيوانات او حتی کرنيز فصلونه اغېزمن کړي دي.
د مامندرې اوسېدونکی جميل خان زیاتوي: «د بمونو مور چې راپرېوته د پټیو فصلونه پهکې کم شول، بوټی چې ونیسي، بېرته راګوزار کړي.»
قومي مشر محمد صادق وايي: «انساني امراض په داسې بېکچه سره چې هېچا لېدلي نهوو. د پوستکي ناروغۍ، د زنګونونو د درد ناروغۍ، د زړه ناروغۍ یانې بېشمارۍ ناروغۍ دي چې پهدې اړه موږ ملګرو ملتونو ته یوه عریضه هم کړې وه او ان جینيوا ته مو رسولې وه، ډېر زیات تاوانونه یې موږ ته رسولي دي.»
اخوا مسوولين په جګړه ځپلو سيمو کې د بيارغونې په برخه کې د يو شمېر پروژو د پلي کېدا ژمنه کوي.
د ننګرهار د کليو او پراختيا رييس عصمتالله مبارز وايي: «موږ غواړو خپلو ولسونو ته د همکارو موسساتو له لارې او هم د خپلې بودجې له لارې ورته خدمت وکړو.»
اچين، سپين غر، هسکه مېنه، دوربابا، نازيان او د خوږياڼو درې ګونې ولسوالۍ هغه سيمې دي چې د تېرو جګړو پر مهال په کې سلګونه کورونه او عامه تاسيسات ويجاړ شوي، ډېر کم يې بېرته رغول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه