Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني له دیني عالمانو سره لېدنه کې د اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین له یو شمېر دیني عالمانو سره په لېدنه کې د اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، په‌دې لېدنه کې له یادو دیني عالمانو غوښتنه وشوه، څو د افغانانو غږ نړیوالو ته ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په‌دې اړه وايي: «جناب خلیفه صاحب راغلو علماوو ته هرکلی ووایه او د اسلامي نړۍ پر وحدت یې ټینګار وکړ.»

تر دې مخکې د مسلمانو عالمانو نړۍوالې ټولنې په دې اعلامیه کې د اسلامي امارت له رهبر سره د کتنې د غوښتنې د ردېدو په اړه څرګندونې کړې دي.

د مسلمانو عالمانو د نړۍوالې ټولنې سرمنشي شیخ ډاکټر علي القره داغي وايي: «دغه پلاوي همداراز غوښتل چې د اسلامي او نړۍوالو دروازې او یا هم له هغو د ځینو دروازې د دغه امارت پر مخ پرانیزي او د افغان ولس له لاسنیوي سربېره د ښوونې او روزنې لپاره د بودجې د برابرولو په برخو کې هم هڅې وکړي.»

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې غړی فضل الهادي وزین وايي: «د دې سفر موخه د افغانستان له وضعیت سره بلدتیا، د افغانستان حکومت له مشرانو او عالمانو سره د نظریو تبادله او همداراز د مهمو موضوعاتو په اړه د نظر تبادله چې شرعي اړخ ولري.»

له بل لوري د بریټانیې پخواني لومړي وزیر له سي، ان، ان سره په مرکه کې په افغانستان کې له زده کړو او کاره د ښځو پر ممنوعیت نیوکې کړې دي.

د بریټانیې پخوانی لومړی وزیر گورډون براون وايي: «نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه هم محرومې شوې دي. د پوهنتونونو ښځینه ښوونکې وېستل شوي او له نارینه پرته په یوازې سره بهر ته د تګ اجازه نه‌لري.»

د سیاسي چارو کارپوه عبدالصادق حمیدزوی وايي: «په حمل میاشت کې زموږ خویندې او میندې وکولای شي چې په خوندي چاپېریال کې زده‌کړو ته ادامه ورکړي، ځکه که دا لړۍ دوام پیدا کړي، له هېواده بهر د اسلامي امارت په اړه په نړیوال سیاست کې یو منفي تاثیر خپور کړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد اجمل زرمتي وايي: «کوم مشکلات چې دوی په‌کې لېدلي او دوی په‌کې غواړي اصلاحات په‌کې راشي، هغه دې په ګوته کړي، هغه دې هغو موسساتو او محکمې ته دې وړاندې شي چې اصلاحات په‌کې راوړل شي.»

څه باندې ۳ اوونۍ مخکې اسلامي امارت په بېلابیلو مکتوبونو سره په پوهنتونونو کې د نجونو تحصیلات او همداراز په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو کارونه وځنډول او لاتراوسه په دې تړاو څه پرېکړه نه‌ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه