Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کاره د ښځو منع کول؛ کورنۍ به لا ډېرې بې‌وزله شي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې لیکلي، له کار څخه د ښځو منع کول کورنۍ نورې هم له بې‌وزلۍ سره مخ کوي.
د دې بنسټ په وینا، دمګړۍ له ۸۰ سلنه زیاتې کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې کوي، له بې‌وزلۍ سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې اړمنو ته د دغه بنسټ د مرستې رسولو په بهیر کې د ښځو رول اړین دی.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور په یوې برخه کې راغلي: «۸۲ سلنه کورنۍ چې سرپرستانې یې ښځې دي د خوړو له نه مصونیت سره مخ دي. دغه شمېر تر هغو کورنیو چې سرپرستان یې نارینه دي، ۳۲ سلنه ډېر دی. د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶ میلیونو کسانو ته رسېدنه کړې ده.»
له بلې خوا یو شمېر ښځې چې له دندو ګوښه شوي، د خپلو کورنیو د لګښت په اړه اندېښمنې دي.
اریا بکتاش تر دې مخکې یې په یوه خصوصي بنسټ کې کار کاوه؛ خو د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د اسلامي امارت له پرېکړې وروسته اوس بېکاره ده.
دا وايي، دا او یوه خور یې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د نفقې برابروونکې وې؛ خو اوس چې بېکاره دي؛ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د یوه خصوصي بنسټ پخوانۍ کارکوونکې اریا بکتاش وايي: «وروسته له هغه چې دوی دا فرمان ورکړ، هم زه او هم مې خور بې‌روزګاره شولو، له همدې ځایه چې مو پیسې تر لاسه کولې، د کور لګښت مو پرې پوره کاوه.»
له دې سره سم، د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، ملګرو ملتونو او همداراز همدغه بنسټ د ښځو د کارونو د ځنډېدو د پایلو د ارزونې په  موخه خپل یو شمېر پروګرامونه او په ځانګړې توګه د مرستو رسونې بهیر د درېیو اونیو لپاره ځنډولی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي: «د خوړو نړیوال سازمان بشري مرستې به په ۲۰۲۳ کال کې حیاتي وي، د دې لپاره چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸٫۳۰ مېلیونه کسان یا هم د افغانستان دوه پر دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.»
د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر زیاتوي: «په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو ځنډېدل اړمنو خلکو ته د مرستو لړۍ له ننګونو سره مخامخوي او له شک پرته چې بې‌وزله کورنۍ لا ډېرې په فقر او بې‌وزلۍ کې اچوي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې هم په یوه راپور کې ویلي چې، د روان کال تر مارچ میاشتې به په افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ شي.

د دې بنسټ په راپور کې زیاته شوې، دمګړۍ له ۸۰ سلنه زیاتې کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې کوي، له بې‌وزلۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه