Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو د تهران او اسلام اباد ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداي سره په ټلېفوني خبرو کې په افغانستان کې پراخ بنسټه یا ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو دوو هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو په هکله هم خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«زموږ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په پای کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره، په افغانستان کې له زده کړو د نجونو د بې برخې کېدو په هکله خواشیني وښوده او یو ځل بیا يې په دې هېواد کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه مهمه وبلله.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«کار اهل کار ته سپارل، د مسلکي پوه کسانو راوستل او په اداراتو کې د دوی ځای پر ځای کول به غوره او بهتره وي چې د بهرنیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پلمو ته به ځواب ورکړل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید بلال احمد فاطمي هم وویل:«ټول ګډونه حکومت وخت ته اړتیا لري نه د نړۍ او ګاونډیو غوښتنو ته، د هغوی د غوښتنې پر بنسټ یو غیرمشروع حرکت دی او د ملت غوښتنو ته ځواب ویل یوه پر ځای او مشروع غوښتنه ده.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د امیر عبداللهیان او بلاول بوټو زرداري څرګندونو ته په غبرګون کې زیاتوي، چې دغه هېوادونه باید له نړۍ سره د افغانستان د سیاسي اړیکو برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه دننه په هېواد کې خپلې چارې د ارزښتونو او د هېواد د ګټو په مطابق تظیم وي او نور هېوادونه باید زموږ د هېواد په هغو پېښو کې لکه د افغانستان او نړۍ د اړیکو ټینګښت کې، په سوداګریزو او اقتصادي مسایلو کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.»

نړۍوالې ټولنې ویلي، د بشري حقونو مراعت کول او د ټول شموله حکومت رامنځته کول د افغانستان د رسمیت پېژندلو له شرطونو څخه دي او د افغانستان په اړه نړۍوالو او سیمه ییزو ناستو کې هم پر دې مسایلو ټینګار شوی، خو سرپرست حکومت بیا تل ویلي، اوسنی سرپرست حکومت ټول شموله دی.
 
نړۍوالې ټولنې ویلي، د بشري حقونو مراعت کول او د ټول شموله حکومت رامنځته کول د افغانستان د رسمیت پېژندلو له شرطونو څخه دي او د افغانستان په اړه نړۍوالو او سیمه ییزو ناستو کې هم پر دې مسایلو ټینګار شوی

تصویر بندانگشتی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداي سره په ټلېفوني خبرو کې په افغانستان کې پراخ بنسټه یا ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو دوو هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو په هکله هم خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«زموږ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په پای کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره، په افغانستان کې له زده کړو د نجونو د بې برخې کېدو په هکله خواشیني وښوده او یو ځل بیا يې په دې هېواد کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه مهمه وبلله.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«کار اهل کار ته سپارل، د مسلکي پوه کسانو راوستل او په اداراتو کې د دوی ځای پر ځای کول به غوره او بهتره وي چې د بهرنیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پلمو ته به ځواب ورکړل شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید بلال احمد فاطمي هم وویل:«ټول ګډونه حکومت وخت ته اړتیا لري نه د نړۍ او ګاونډیو غوښتنو ته، د هغوی د غوښتنې پر بنسټ یو غیرمشروع حرکت دی او د ملت غوښتنو ته ځواب ویل یوه پر ځای او مشروع غوښتنه ده.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د امیر عبداللهیان او بلاول بوټو زرداري څرګندونو ته په غبرګون کې زیاتوي، چې دغه هېوادونه باید له نړۍ سره د افغانستان د سیاسي اړیکو برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه دننه په هېواد کې خپلې چارې د ارزښتونو او د هېواد د ګټو په مطابق تظیم وي او نور هېوادونه باید زموږ د هېواد په هغو پېښو کې لکه د افغانستان او نړۍ د اړیکو ټینګښت کې، په سوداګریزو او اقتصادي مسایلو کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.»

نړۍوالې ټولنې ویلي، د بشري حقونو مراعت کول او د ټول شموله حکومت رامنځته کول د افغانستان د رسمیت پېژندلو له شرطونو څخه دي او د افغانستان په اړه نړۍوالو او سیمه ییزو ناستو کې هم پر دې مسایلو ټینګار شوی، خو سرپرست حکومت بیا تل ویلي، اوسنی سرپرست حکومت ټول شموله دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه