Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یاوان کې د ژغورل شویو کارګرانو روغتیايي حالت د قناعت وړ بلل شوی

د بدخشان د ولایتي روغتون ډاکټران، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ژغورل شویو کارګرانو روغتیايي حالت د قناعت وړ بللی دی.

دغه کارګران د تېرې پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د سرو زرو د کان د یوې برخې د نړېدو له امله ګیرپاتې وو.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس همایون فروتن وویل:«د الله په فضل وضعیت یې عادي دی کومه جدي ستونزه نه لري یوازې لږ وږي او تږي وو.»

خو ژغورل شوي کارګران وايي چې بې کارۍ دوی اړ کړي چې په دغه کان کې دا ډول په غیر مسلکي توګه کار وکړي.

خطیب الله یو له هغو کارګرو دی چې له خپلو دوو همکارانو سره له ۶۱ ساعتونو وروسته د خاورې له لاندې راویستل او ژوغول شوی دی.

هغه طلوع نیوز ته وویل:«ډېر چې عذاب یې را کاوه له یوې خوا په ستونزه د ساه اخیستل او له بل لوري لوږه او تنده وه.»

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي په دې هکله څرګندوي:«دوه تنه وروڼه چې هلته ګیرپاټې وو، د ژغورنې عملیاتو له چټکېدو سره، د شپې ۹:۳۰ دقیقې وتوانېدو هغوی په بریالیتوب سره وباسوو.»

نولس کلن صفت الله چې له پنځوسو ساعتونو وروسته ژغورل شوی، وایي چې د فقر او وزګارۍ له امله د کار لپاره دغه ځای ته تللی و:«د پنجشنبې ورځې ۱۱ بجې وې، د شنبې په دولسو بجو له خاورو را وایستل شوو. هلته د کار او غریبۍ لپاره تللي وو؛ خو بریالي نه شوو تونل چپه شو او موږ ګیر پاتې شوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ځينې کان کيندونکي په غیر مسلکي او دودیزه توګه په استخراج بوخت دي او له دې امله ډېری مهال له ګواښونو سره مخ کېږي.

ژغورل شوي کارګران وايي چې بې کارۍ دوی اړ کړي چې په دغه کان کې دا ډول په غیر مسلکي توګه کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه