په اسلام آباد کې د اسلامي امارت شارژدافیر سردار محمد شکېب له اسلام اباده غواړي چې د افغانستان وګړو نیول ودروي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دمګړۍ له زرو ډېر افغانان د پاکستان په زندانونو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست سردار محمد شکېب وویل:«یو زرو او پنځوس تنه افغانان چې نیول شوي هغه اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي، چې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.موږ له پاکستاني چارواکو دا غوښتنه هم کړې، چې دغه هېواد کې د افغانانو نیولو لړۍ پای ته ورسوي.»
بل خوا یو شمېر د بندیانو کورنیو غړي د پاکستان په زندانونو کې د بندي خپلوانو پر وضعیت اندېښمن دي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې بندي افغانان آزاد کړي.
د زنداني کس د کورنۍ غړی وايي:«پاکستاني پولیسو زموږ د کورنۍ غړي درې میاشتې کېږي نیولي، خو لا تر اوسه پورې نه دي خلاص شوي.موږ له پاکستاني چارواکو غواړو کې دغه بندیان آزاد کړي.»
د زنداني کس د کورنۍ غړی څرګندوي:«زما ۱۷ کلن وړکی ورور پاکستاني پولیسو نیولی، چې نږدې پنځه میاشتې يې زندان کې پوره کېدونکې دي، خو لا ازاد شوی نه دی.»
د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ څرګندوي:«موږ په پاکستان کې د بندي افغانانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتونکي یوو، ځکه د نړۍوالو کنوانسیونونو پر بنسټ، هیڅ هېواد حق نه لري، چې کډوال بندي او یا غیر انساني چلن ورسره وکړي.»
تر دې وړاندې د شبنې په ورځ هم د پاکستان له زندانونو له ۵۲۰ ډېر بندي افغانان آزاد شوي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
په دې اړه مو اندونه