Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو خوندیتوب صندوق: د ښځو پر کار بندیز به ماشومان اغېزمن کړي

د ماشومانو خوندیتوب صندوق وايي، د ښځو د کار ځنډېدل به ماشومان له کوره بهر او د واټونو غاړو ایستلو ته اړ کړي.

یاد صندوق په خپل تازه راپور کې په غیردولتي ادارو کې د ښځو د کار پر ځنډېدو اندېښنه څرګنده کړې  او وايي، لیکي، د اسلامي امارت د دې پرېکړې له امله دې صندوق په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د ماشومانو د ساتنې صندوق د راپور په یوې برخه کې راغلي: «دغه بندیز په داسې وخت کې لګول کېږي چې افغانستان په خپل تاریخ کې له تر ټولو بد اقتصادي او خوراکي ناورین سره مخ دی او څه باندې ۲۸ مېلیونه ماشومان او لویان بشري ملاتړ ته اړتیا لري.»

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي، د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د ښځو پر وړاندې د ټولو بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

له دې سره سم، په کابل ښار کې یو شمېر ماشومان له حکومت غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدونه وشي.

لس کلن جمشید چې د خپلې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی، وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ د نفقې پيداکولو لپاره د کابل ښار په سرکونو د خلکو بوټان رنګوي.

کارګر ماشوم جمشېد وايي: «زه خپله ډوډۍ پیدا کوم، که زه پر سرک کار و نه‌کړم مور مې باید کار وکړي، باید ښوونځي ته لاړ شم.»

یو بل کارګر ماشوم عیاث وايي: «باید کار وي چې کار وکړم او پیسې پیدا کړم.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د نړیوالو بنسټونو د مرستو بندول به د خلکو ستونزې لا ډېرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ريښتیا وايي: «مرستې ښايي کمې شي، د مرستو په کمولو یا بندولو سره له شک پرته جدي ستونزې رامخ‌ته کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي  له ولږې سره لاس او ګرېوان دي.»

تر اوسه څلورو مرستندویو بنسټونو د ښځو پر کارکولو د بندیز له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه