Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار پر بندیز د نیوکو دوام

د ناورې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي یان اګلنډ وايي چې دغه شورا د ښځو له حضور پرته نه شي کولای چې په افغانستان کې مرستندویه چارې مخته یوسي.

ښاغلی اګلند زیاتوي چې د دغې ستونزې د حل لپاره افغانستان ته راغلی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره به خبرې وکړي.

د ناورې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي یان اګلند وویل:«زه دلته په افغانستان کې یم چې له طالب مشرانو سره ووینم او داسې حل لار پیدا کړو چې زموږ ښځينه کارګرانې د فعالیت اجازه پیدا کړي د دې لپاره چې د ښځو د فعالیت منع کول، په ټول افغانستان کې زموږ ټول بشرپاله فعالیتونه فلج کوي.»

د ناروې د پناه غوښتونکو چارو سرمنشي افغانستان ته له راتګ وروسته د اقتصاد وزارت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرستان سره کتلي دي.

ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي سره په کتنه کې د ښځو د کار په تړاو خبرې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د شریعت په اډانه کې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«ښاغلي حقاني له هغوی وغوښتل چې بشرپاله مرستې سیاسي نه کړي او د شرایطو لاندې نه وي بلکې مرستې د بشرپاله تر نامه لاندې راځي، او عادي افغانان باید له هغه اغېزمن نه شي.»

بي بي جانه له خپل مېړه او لسو اولادونو سره دلته ژوند کوي. دا وایي، چې مېړه یې ناروغ دی او د کارکولو توان نه لري. دغه مېرمن د خپلو اقتصادي ستونزو خبره کوي.
 
هغې وویل:«که چېرې له موږ سره همکاري وشي موږ بخارۍ نه لرو، لرګیو، اړو، چای او بورې ته اړتیا لرو خلک بې وزله دي دلته پراته دي.»

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په دې باور دي، چې په اوسنیو شرایطو کې هېوادوال تر بل هر وخت د نړۍوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او باید د مرستندویو بنسټونو د فعالیت لپاره مناسبه کړنلاره په پام کې ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«وینوو چې ۹۱ سلنه د یوې کورنۍ متوسطئ پیسې یې په غوړو لګېږي او ډېری کورنۍ اړې دي چې له بده مرغه په جیره بندي او د مبارزې ټولې لارې دې وصل شي.»

تر دې وړ اندې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي دي، چې اوه نوي سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د دغه هېواد دوه پر دریمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کېد و لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه