Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند د پوهنتون استادان: شهزاده هري دې محاکمې ته وکاږل شي

د هلمند پوهنتون ځینو استادانو د برېټانیا د شهزاده د څرګندونو په غبرګون کې په یوې اعتراضي غونډه کې له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي دي چې هغه محاکې ته وکاږي.

له دې مخکې د برېټانیا شهزاده ویلي چې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په وخت کې، څه باندې ۲۵ تنه یې په دغه هېواد کې وژلي دي.
                                   
د هلمند پوهنتون استاد سید احمد وايي:«ډېره بده وه او ډېره وحشتناکه وه. دا به انسانان او د افغانستان تاریخ هېر نه کړي.»
                              
د هلمند د والي د مطبوعاتو مدیر محمد قاسم هم وویل:«د دغه کس له څرګندولو سره د لوېدیځې نړۍ واقعي څېره ښکاره شوه. موږ د هغوی له اقداماتو خبر وو؛ خو هغوی هېڅکله په خپله نه ده منلې اوس یې چې منلې د هغوی د ظالمانه او وحشتناکو اقداماتو روښانه نښانه ده.»

بل خوا، د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د نړۍوالې ټولنې له لوري د برېټانیا د شهزاده د محاکمې غوښتنه کوي.

د هلمند یو اوسېدونکی وايي:«نړۍ ته وړاندیز ولرو چې باید دغه کس محاکمه کړي او محاکمې ته وکاږل شي.»

په ۲۰۱۰کال کې د بریتانیا په هوايي برید کې د یوه وژل شوي کس خپلوان نبي څرګندوي:«یوې الوتکې پر کلي الوتنه کوله او په داسې حال کې چې موږ پر ډوډۍ خوړلو بوخت وو الوتکه راغله او هغه کور یې په نښه کړ کور له ماشومانو او ښځو ډک و، له هغه کوره یو ساعت د ژړا غږ اورېدل کېده.»

تر دې وړاندې د بریتانیا ځينو نظامي چارواکو د بریتانیا د شهزاده دغه کار د خواشینۍ وړ وباله.

 شهزاده هري افغانستان ته په خپل لومړي سفر کې په ۲۰۰۷ کال کې په هملند کې میشت شو او د هغه دویم ماموریت په ۲۰۱۳ کال کې وو، چې دوه میاشتي وخت یې ونیو.
 
شریک یي کړئ