Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سړه هوا او په خوشي ولسوالۍ کې د خېمو مېشتو ستونزمن ژوند

د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې ځينې بې ځایه شوي وايي چې د ژمي له رارسېدو او واورې اورېدو سره یې د ژوند ستونزې زیاتې شوې دي.
 
دغه بې ځایه شوي وايي چې له دوو اوونیو راهیسې یې هېڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه کړي.

بې ځايه شوی حسیب الله وايي:«موږ له دې ځایه لرې ولاړو او زموږ درې وزې د کور لاندې شوې. موږ له ډېرو سختیو سره خپل کالي بیرون کړل زموږ خوسی سېل یوړ او خپله غوا مو په سختۍ وژغورله او موږ هغه زاړه کور ته ولاړو.»

بې ځايه شوې صبرینا زیاتوي:«شپه یخه وه او ټوله شپه په ځای کې ناست وم، هېڅ تود نه شوم. جوشې اوبه تر پښو لاندې اېږدو لږ تودېږو.»

بې ځايه شوې زهرا هم وايي:«کله چې لېوه او شغال دلته راځي ماشومان مې ژاړي هغوی دلاسا کوم چې غلي شئ نه خوري.»

زینب چې له خپل خاوند او پنځو ماشومانو سره دلته تر خیمې لاندې ژوند کوي وايي؛ وروستيو سېلابونو ورڅخه کور او د اوسېدو ځای واخيست چې اوس په دغه ځاى کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او تر اوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.

زینب طلوع نیوز ته وايي:«چا له موږ سره مرسته ونه کړه له ملګرو ملتونو سازمانه هیله کوو چې مرسته وکړي. د ښځو کار یې بند کړی، نو د هغوی کار ته دې اجازه ورکړي چې هغوی له موږ سره مرسته وکړي.»

ډېری بې ځایه شوي چې لا هم په دې پنډغالي کې تر خيمو لاندې ژوند کوي، د بشري مرستو د وېش پر بهیر نیوکه کوي.

بې ځايه شوی رجب علي په دې هکله وايي:«شپې په دغې خېمه کې وږي پاتې شوي یوو. خدای شاهد دی نه چا ډوډۍ راکړه او نه هم چای حتا برق (چراغ) نه لرو.»

د سېلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب څرګندوي:«زه چې دغو خېمو ته ګورم حیران پاتې کېږم چې دوی څنګه ژوندي پاتې دي؟ هغه څوک چې د اغوستو لپاره جامې و نه لري، د ویده کېدو لپاره بستره ونه لري د خوړلو لپاره خواړه ونه لري، څه ډول ژوندي پاتې کېږي.»

په خوښۍ ولسوالۍ کې نور پنډغالي هم شته چې بې ځایه شوي خلک په کې مېشت دي. په دغه پنډغالي کې له ۱۰۰ زیاتې کورنۍ تر خېمو لاندې ژوند کوي.

د بې ځایه شویو استازی سید داوود وویل:«د خلکو غوښتنه دا ده چې د سرپناه ستونزه حل شي د ځمکې وېش روښانه شي چې خلک وکړای شي سرپناه پیدا کړي.»

د روان لمریز کال د اوړي په موسم کې ویجاړونکو سېلابونو درې زره کورنۍ بې ځایه کړې چې اوس په دې سیمه کې ۷۰۰ کورنۍ د کمو امکاناتو په لرلو سره تر خیمو لاندې شپې او ورځې تېروي.

ځايي چارواکي ډاډ ورکوي، چې د بې ځایه شویو خلکو د ستونزو د هواري لپاره به هڅې ګړندۍ کړي.

د خوښۍ ولسوال رحمت الله عثماني وویل:«حاکم نظام ستر مسوولیت لري او تر یوه حده یې کوښښ کړی او کار روان دی. د ولایت له مقام سره به خبرې وکړو چې له مرکزي حکومت سره هم د خلکو د سرپناه په هکله ترتیب جوړ شي او په بیرته د سرپناه غمه وخوړل شي.»

د لوګر سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې په وروستي یو کال کې له درې زرو زیاتې کورنۍ په دغه ولایت کې بېځایه شوې، چې اوس مهال تر خیمو لاندې او یا هم په کرایي کورونو کې شپې او ورځې سبا کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه