Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر دوام د واشنګټن ټینګار

د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان او سیمې هېوادونو کې به د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د پنتاګون ویاند په یوه خبري ناسته کې زیاتوي چې واشنګټن د خپلو ګټو لپاره له دغو ډلو سره مبارزې  ته دوام ورکوي.

د پنتاګون ویاند پاتریک رایډر وايي، د پاکستان د طالبانو تحریک په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د حضور په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې وویل، په افغانستان او سیمه کې ترهګرې ډلې حضور لري.

نوموی زیاتوي: «موږ له ډېر پخوا راهیسې پوهېږو چې په افغانستان او ټوله سیمه کې ترهګریز سازمانونه شته او دا یقیناً د هېچا لپاره د تعجب وړ نه ده. موږ مخکې هم په ډاګه کړې چې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې وړتیاوې ساتو او دا هغه څه دي چې، موږ د خپل هېواد د ساتنې د او له هغه دفاع ته دوام ورکوو.»

خو اسلامي امارت بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي او وايي، په هېواد کې داعش ډله هم د لمنځه تلو په حال کې ده. د اسلامي امارت ویاند د پنټاګون د ویاند د څرګندونو په تړاو وايي چې، دغه ډول څرګندونې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

د سلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهـد وايي: «د داعش په نوم پدیده مخکې هم او د امریکایانو په وخت کې خورا پیاوړې وه، خو اوس د ورکېدو په حال کې ده، یوازې په څو لویو ښارونو کې پټې ځالې لري.»

له بل لوري د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د ټولو ترهګرو ډلو تر شاه ځينې هېوادونه ولاړ دي.

د افغانستان فکري ژمنتیا ګوند رییس سلیم پیگیر وايي: «په افغانستان کې چې هره ترهګره ډله جوړه شي یا جوړېږي، ګاونډي او ستر هېوادونه یې تر شا وي.»

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: «په افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسي ترهګرې ډلې فعالې دي او حضور لري او اوس هم دلته فعالې دي او حضور لري.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «له بده مرغه موږ وینو چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې حضور لري او په ځانګړې توګه افغانان یې قربانیان دي.»

د امریکا د دفاع وزارت د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې کابل پرون چهار شنبه د یوه ځانمرګي برید شاهد و له امله یې یو شمېر هېوادوال مړه او ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه