Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د اسټرالیا سیالیو لغوه کېدو ته غبرګونونه

د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن (پنج‌شنبه) اعلان وکړ چې د اسلامي امارت له‌خوا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو د بندیزونو له امله یې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ لغوه کړې دي.
ټاکل شوې وه د افغانستان او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې د روان کال په مارچ میاشت کې تر سره شي.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ دغه پرېکړه د افغانستان کرېکټ بورډ او د پنځوس اوریزو او ټېسټ سیالیو د کپتان حشمت الله شهیدي په ګډون د یو شمیر مشهورو افغان لوبغاړو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ښاغلي شهیدي پر خپل ټوېټر د اسټرالیا له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کړې چې سپورټ سیاسي نه‌کړي او پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
هغه وويل، د افغانان په تېرو څلوېښتو کلونو کې له تاوتريخوالي کړېږي او کرېکټ په دې هېواد کې يوه په زړه‌پورې لوبه او د خوښۍ سرچينه ده.
له دې سره هم‌مهاله د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې اعلامیه کې لیکلي: «اسټرالیا کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان سره یې د راتلونکي نړیوال جام سیالیو د سوپر لیګ درې لوبې لغوه کړې چې افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه غیرعادلانه، له وخته وړاندې او اندېښمنونکې بولي.
د افغانستان کرېکټ بورډ زیاته کړې، په‌دې اړه به له یاد بورډ او د کرېکټ له نړیوالې شورا سره ډېر ژر خپل دریځ شریک کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه