په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت رییسه په هېواد کې د فقر او بېوزلۍ لامل، له زدهکړو او کار څخه د ښځو محرومیت ګڼي.
رزا اتونبایوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره په لېدنه کې له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې له زدهکړو او کار څخه د ښځو محرومیت ته د پای ټکی کېږدي.
له دې سره هممهاله بل لور ته، د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر ځنډولو نیوکه کوي او وایي، نه باید څوک اسلام د ښځو د زده کړو مانع معرفي کړي.
د ترکیې ولسمشر ویلي: «خو دلته غواړم پر یوې موضوع تمرکز وکړم. د افغانستان په تحصیلي بنسټونو لکه ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو محدودیت غیر اسلامي او غیر انساني بولم. دغه ډول یوه مساله زموږ په دین کې نشته. نجونې باید زده کړې وکړي. هېڅ څوک باید موږ ته د نجونو له زده کړو د منعه کېدو لپاره اسلام داسې تعریف نه کړي. اسلام دا نه مني.»
په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز په اړه له اندېښنو وروسته د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي او د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مشرې د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د کابل اوسېدونکی احمد جاوېد وايي: «دا هیله لرم چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، اجازه دې ورکړي چې درس ولولي او زدهکړې وکړي، تر څو به نالوستې وي، تر څو به زموږ په هېواد کې جګړې وي.»
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهاي وايي: «ټول فکر کوي چې حکومت دې لومړي خلکو ته امنیت ټینګ کړي.»
بل خوا يو شمېر هغه مېرمنې چې په نادولتي موسسو کې کار کوي وايي، د بېکارۍ له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د يوې خصوصي موسسې پخوانۍ کارکوونکې شبانه وايي: «زه له دندې ګوښه شوې یم، زموږ پر اقتصادي ستونزو يې ډېر اغېز کړی، د دې تر څنګ چې زموږ پر اقتصادي ستونزو یې منفي اغېز کړی دی، زموږ په روحیه اغېزه کوي.»
زدهکوونکې شيلا وايي: «سربيره پر دې چې نارينه د ټولنې مهمه برخه ده، ښځه هم ده، نو بايد ښځينه زدهکوونکو ته د کار اجازه ورکړل شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېو اوونیو راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې ځنډول شوي دي. تر دې مخکې له شپږم ټولګي پورته هم نجونې ښوونځيو ته له تګه محرومې وې او لا تر اوسه په دې تړاو هېڅ پرېکړه نه ده شوې.
په دې اړه مو اندونه