په نیمروز کې اورښتونو او سختو بادونو د کورنیو بېځایه شویو خیمې ویجاړې کړې دي.
په نیمروز کې دغه بېځایه شوي په خورا زیاته سړه هوا کې په خیمو او کورونو کې ژوند کوي او یو شمیر یې د هوا د سړېدو او امکاناتو نهشتون له امله ناروغه شوي دي.
بېځایه شوی احیاءالدین وايي: «لومړی دې خدای، دویم دې د خدای رسول او درېیم دې همدا دولت زموږ غم وخوري او موږ ته دې سرپناه راکړي.»
بېځایه شوې ماه ګل وايي: «موږ د خدای هېڅ نهلرو، له موږ سره دې مرسته وکړي، غریب او بېوزله یوو.»
دغه بېځایه شوي چې شمېر یې اویاوو کورنیو ته رسېږي، د نیمروز د بدني روزنې ادارې له لوري په سپورتي لوبغالي کې ځای پرځای شوي دي.
بېځایه شوې خال بيبي وايي: «نن شپه سړې هوا کې له خپلو بچیانو او لمسیانو سره بېخي لړزې واخیستلم. کور مې ړنګ شو، د خدای څه نهلرو. کمبلې مو نه درلودې چې پر سر یې ونیسو.»
د نیمروز د بدني روزنې امر عبدالشکور نوابي زیاتوي: «پرېکړه مو کړې چې د هغوی ځاني زیان ژغورنې لپاره کوچیان د بدني روزنې سالون ته انتقال کړو.»
ورته مهال، د نیمروز سیمهییز مسوولان له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غواړي چې پهدې ولایت کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
د نیمروز د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس صدیقالله نصرت وايي: «موږ له ټولو بډایه کسانو او هغوی خیر غوښتونکو غواړو چې د خوړو او پوښاک په برخه کې هغوی ته رسېدنه وکړي.»
د نیمروز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد قاسم وايي: «موږ دلته راغلي یوو چې هغوی ته لومړني توکي، خوراکي توکي او کمبلې راوړو.»
له څو ورځو راهیسي د هیواد زیاتې سیمې د واورې ورېدو او هوا سړیدو شاهدانې دي چې له امله یې بېځایه شوې کورنۍ له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شوې دي.
په دې اړه مو اندونه