Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې مخینې یخنۍ د بې ځایه شویو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

د هوا له سړېدو سره هم مهاله، ځينې بې ځایه شوي د ژوند لومړنیو توکو ته په ځانګړې توګه د سوند توکو ته د نه لاسرسي له امله اندښمن دي.

بې ځایه شوې کورنۍ وايي چې شپې او ورځې په سړو کورونو کې تېروي.

شاه بي بي له خپلو اتو ماشومانو سره د کابل پنځمې ناحیه کې ژوند کوي وایي، چې د سوند توکو د پېرلو وس نه لري.

شاه بي بي طلوع نیوز ته وویل:«زه مرسته غواړم چې ژوند مې ډېر خراب دی سږ کال ډېر سوړ کال دی.»

یو شمېر نور بې ځایه شوي هم له ورته ستونزې سره مخ دي. بي بي نسیه چې د کاپیسا اوسېدونکې ده، د احمد شاه بابا مېنې ته بې ځایه شوې ده. دا اوس په ډېرې سختۍ سره په دغه کور کې شپې ورځې تېروي.

هغه وايي:«لرګي نه لرو، اوړه نه لرو؛ دا ډول ستونزې دي له تېر کال راهیسې، سږکال خو بېخي مرستې نه دي راغلي.»

بې ځایه شوی آغا شیرین هم وویل:«د ژمي په دغې سړې هوا کې، د کوم بنسټ د هېچا له خوا مرسته نه ده شوې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

بل خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په ټول هېواد کې د دغه وزارت مرستې روانې دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني څرګندوي:«په یوې یا دوه اوونیو کې زر تنو دغه مرستې ترلاسه کړي دي دا بهیر لاهم جریان لري اوس هم ورسره مرسته کېږي.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې د روانې اوونۍ تر پایه به په ځينو سیمو کې هوا درجه منفي پنځه دېرشو ته ورسېږي، خو په وینا یې په دغه راز وضعیت کې د ښځو د کارکولو د ځنډېدو له امله د مرستندویو بنسټونو د مرستو د وېش بهیر اغېزمن شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه