Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د ځینو فعالیتونو له بیا پيلېدو هیله‌مني

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي چې د اقتصاد وزارت د دغه سازمان د فعالیتونو بیا پیلول د ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو، تغذیې او ښوونیزو خدمتونو د ښه والي په برخه کې اغېزمن بولي.

د دغه وزارت ویاند وايي، دوی د دیني اصولو او ارزښتونو پر بنسټ په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د اقتصاد وزارت ویاند طلو نیوز ته وايي:«په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان د فعالیتونو بیا پیل د اړونده وزارتونو او ادارو په همغږۍ د نافذه قوانینو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره د روغتيايي خدمتونو، تغذي او ماشومانو لپاره د تعليمي خدمتونو د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګڼل کېږي. مونږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته چمتو يو چې زمونږ له ديني اصولو او ملي ارزښتونو سره برابر وي.»
  
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې یې خپل یو شمېر فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په داسې حال کې چې زموږ ډېری پروګرامونه ځنډول شوي، موږ د روغتیا، تغذیې او تعلیمي خدماتو په برخو کې ځینې فعالیتونه بیا پیلوو. موږ په دې برخو کې د چارواکو لخوا واضح ډاډ ترلاسه کړی چې زموږ ښځینه کارکونکي به خوندي وي او پرته له هر ډول محدوديتونه به کار کولای شي.»

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي چې ښځې د دې موسسې د کاري ځواک ۵۰ سلنه جوړوي او د هغوی شتون اړمنو ښځو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خورا مهم دی.

بل لوري ته د قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند وايي چې د یوناما سیاسي مرستیال د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي چې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار د ځنډولو د پرېکړې په اړه له سره غور وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند حمدالله فطرت وايي:«د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ورته ډاډ ورکړ، چې دا اوسني بنديزونه موقتي دي او اساسي حل لاره به ورته پیدا شي.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، چې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کولی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه دريا خان بهير څرګندوي:«له یوې خوا به د دغو موسسو کارکونکي خپلې عایداتي سرچینو له لاسه ورکړي او له بلې خوا به هغو کورنیو ته چې د دې بنسټونو له لارې مرسته ورکول کېده، دغه مرستې به بندې شي.»

د اقتصاد وزارت د شمېرو پر بنسټ، له دغه وزارت سره څه باندې دوه زره پنځه سوه کورنۍ او بهرنۍ غير دولتي موسسې ثبت دي، چې له دې ډلې څه باندې ١٧٠ يې بهرنۍ موسسې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند وايي، دوی د دیني اصولو او ارزښتونو پر بنسټ په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه