Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاملرنې نړۍواله موسسه په افغانستان کې بېرته خپل فعالیتونه پيل وي

د پاملرنې موسسې په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخو کې خپل فعالیت بېرته پېل وي.

دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت اوس اوس دوی ته د ښځو د فعالیت او حضور اجازه ورکړې ده.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې ټينګار شوی دی چې ښځې د دغه بنسټ د چارو په مخته بیولو کې مهه ونډه لري.
 
کي‌یر انټرنشنل یا د پاملرنې موسسې په خبرپاڼه کې راغلي:«ښځینه کارکوونکې زموږ د موسسې مهمه برخه جوړوي او موږ له هغوی پرته افغانانو ته په اصولي توګه مرستې نه شو رسولای، نو موږ د افغانستان اوسني بشري ناورین ته په پام سره، د روغتیا او تغذیې د فعالیتونو د بېرته پېلېدو لپاره د دغه فرصت هرکلی کوو.»

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې تر اوسه د روغتیا په برخه کې پر ښځو هېڅ محدودیت نه دی لګول شوی.
                            
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«د لومړي سره د عامې روغتیا وزارت څومره چې د روغتیايي پرسونل مربوطه ده الحمدلله هغوی ته د کار کومه ستونزه نه ده راپېښه شوې او د هغوی کارونه او فعالیتونه دوام لري. دا چې ځينې سازمانونو د سوی تفاهم له کبله خپل کارونه درولي وو، هغوی اوس بېرته د یوه مجلس په اساس باندې خپل کارونه پيل کړي دي.»   

بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي له سرپرسته حکومته غواړي چې په ټولو ادارو کې د ښځو د کار ځنډول لغوه کړي، څو په هېواد کې د بې وزلۍ ستونزه کمه شي.
                                  
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«ډېری ښځې چې په بېلابېلو حکومتي او غیر حکومتي بنسټونو کې یې کار کاوه دوی د خپلو کورنیو ګټيالۍ دي او په هغه صورت کې چې دوی کار ونه شي کړای او د خپلې کورنۍ نفقه پیدا نه شي کړای له بده مرغه له ډېرو ستونزو سره به مخامخ شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«محدودیتونه او ممنوعیت دې له دې ډېر د نړۍوالو بنسټونو په وړاندې خنډ نه جوړوي، چې له یوې خوا موږ وکړای شو په هېواد کې د بې وزلۍ مخه ونیسو او له بل لوري ناورین ته زور ور نه کړو.»

بل خوا، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله وایي، چې افغانستان ته لېږل کېدونکې نغدي مرستې، پر بشري مرستو لګول کیږي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله سټفاني ټرمبلي زیاتوي:«موږ له دغې بودجې نه د ملګرو ملتونو د چارو د ترسره کولو او میلیونونه افغانانو ته د حیاتي بشري مرستو د رسونې لپاره چې اړتیا ورته لري، کار اخلو.»

په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار د ځنډېډو په تړاو د اقتصاد وزارت د مکتوب له صادرېدو وروسته په افغانستان کې څلورو بنسټونو خپل فعالیتونه وځنډول او له دوو ورځو راهیسې دوو بنسټونو د خپلو فعالیتونو یوه برخه بېرته پېل کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه