Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په ۱۵۰ بستریز مرکز کې د روږدو مېرمنو او ماشومانو درملنه

په نشو ځينې روږدې کورنۍ کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې ۱۵۰ بستریز مرکز لېږدول شوي دي.

د دغه مرکز مسوولان وايي چې اوس اوس دغه مرکز ته په نشه روږد‎ې اته مېرمنې او دوه ماشومان را لېږدول شوي دي.

 درې کلنه ماشومه زلیخا د یوې روږدې کورنۍ غړې ده، چې خورا ډېرې شپې یې د پل سوخته نومي پله لاندې د خپل روږدي پلار په غېږ کې تېرې کړي دي.

د زلیخا مور وایي، چې پر نشو د روږدېدو په لړ کې یې درې ماشومې لوڼې او یو زوی لادرکه شوي دي.
  
د زلیخا مور رخشانه وايي:«کور هم نه لرم، ځای هم نه لرم هر چېرته چې ولاړه شم څوک ځواب هم نه راکوي کور هم نه راکوي. کشر زوی مې درې کلن و درې میاشتې کېږي چې ورک دی مشر زوی مې پنځه کلن و دوه کاله کېږي چې ورک دی.»

په دغه مرکز کې ګڼې معتادانې اوسېږي. شپاړس کلنه رویا یوه له همدغو پر نشو روږدو ده. هغه وایي، چې له اوه کلنۍ یې نشه يي توکو ته مخه کړې ده او د نشه یي توکو پر کارولو سربېره، دغه توکي پر نورو هم پلوري.

هغه وايي:«زه مې پلار روږدي کړې وم، کله چې مور کې کارته تلله پلار مې زموږ په خولې کې پوو کول نو له همدې امله عملي شوو بیا تر پله لاندې مې موږ ته دوا وړله.» 

پر نشو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د ۱۵۰ بستریز مرکز یوه کارکوونکې وایي، چې په دې وروستیو کې د دوو ماشومانو په ګډون اته مېرمنې د درملنې لپاره دغه مرکز ته لېږدول شوي دي.
  
پر نشو د روږدو ښځو او ماشومانو د ۱۵۰ بستریز یوه کارکوونکې مرسل سادات وايي:«هم زموږ د راټولولو ډله سیمې ته ولاړه هغه ناروغان یې چې راټول کړي راوړي هم په خپله ناروغان چې د نرینه مرکزونو له لارې راټول کړل شوي راوړي کابو اته ناروغان دي.»

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه نږدې ۱۰ زره روږدي کسان راټول کړای شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل:«تراوسه په ټول هېواد کې کابو لس زره معتادان پېژندل او راټول کړای شوي دي چې له جملې یوازې ۶۵۰۰ په کابل او هرات کې راټول شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه بهیر به په هېواد کې پر نشو د روږدو ټولو کسانو تر راټولولو پورې روان وي.  دغه وزارت زیاتوي، چې لومړیتوب هغو معتادانو ته ورکول کیږي چې سرپناه نه لري او سړه هوا يې ژوند ګواښي.

تر دې وړاندې پر نشو یو شمېر روږدي کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه