Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: که د ترهګرۍ په وړاندې ګډه مبارزه ونه لرو، بریالي به نه شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، کابل او اسلام اباد دواړه د ترهګرۍ له ننګونو سره مخ دي او یو سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی.

 ښاغلي زرداري له الجزیرې سره په مرکه کې همدارنګه وايي چې ترهګرۍ د افغانستان او پاکستان په خلکو اغېزه کړې او اسلام اباد په سیمه کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

هغه په دغې مرکه کې زیاته کړې ده چې نړۍواله ټولنه باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل رول ولوبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل:«موږ د ترهګرۍ په اړه جدي اندېښنې لرو. که ریښتیا ووایوو، د افغانستان او پاکستان خلک د ترهګرۍ قرباني دي، که افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ګډه همکاري ونه لرو، نه د پاکستان حکومت او نه هم د افغانستان حکومت په دې کې بریالی کېدای شي.»

د دې سربېره د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ثبات په تامین کې د ګاونډیو هېوادونو رول مهم بولي او وايي چې دغه هېوادونه بهرنیو ګواښونو سره په مبارزه کې مهم رول لوبوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«په افغانستان کې د تروريزم هېڅ ستونزه او خطر نشته. د داعش په نوم کومه پديده چې ده هغه هم د ورکېدو په حال کې ده او د اسلامي امارت ځواکونه ورته کفايت کوي، چې مخنيوی يې وکړي. خو په سيمه ييزه کچه باندې د مبارزې لپاره د همکارۍ شتون ضروري دی. موږ له ټولو همسایه هېوادونو غواړو، چې د افغانستان د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.»

بل خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي که چېرې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي، په سیمه کې به له ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه وي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم وايي:«پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ډېره ګټه کړې ده. ډېرې پيسې يې له امريکا او ناټو څخه تر لاسه کړې.»
 
د سياسي چارو کارپوه زلمی افغانيار څرګندوي:«که پاکستانيان ریښتيا ووايي او ریښتينی عمل وکړي، په منځنۍ اسیا کې به ترهګري له منځه ولاړه شي، خو زه فکر نه کوم چې پاکستانیان به له خپل فکري برنامې څخه شاته شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې زیاته کړې چې اسلام اباد په افغانستان کې د ښځو لپاره د زده کړو زمينې د برابرولو غوښتنه کوي او کابل بايد په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه