Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې څه باندې ۲۵مېلیونه تنو مرستې ترلاسه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي دي چې مرستندویه بنسټونو تېر زیږدیز کال کې څه باندې ۲۵ مېلیونه افغان وګړو سره بشري مرستې کړې دي.

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په راپور کې راغلي:«۲۲ میلیونه کسانو ته خوراکي او د ژوند اسانتیاوې، ۱۲ میلیونه کسانو ته روغتیايي مرستې، ۵ اعشاریه ۹ مېلیونه ماشومانو او امیندواره او همداراز شېدې ورکوونکو ښځو ته ملاتړي مرستې، ۱۰ اعشاریه ۴ مېلیونه کسانو ته پاکې اوبه، څه باندې ۵۵۰ زره ماشومانو ته روزنیزې او ۱ اعشاریه ۸ مېلیونه کسانو ته د هستوګنې بېړنۍ سرپناوې او کورني وسایل او همداراز ۵ اعشاریه ۳ مېلیونه کسانو ته محافظتي مرستې برابرې شوې دي.»

ځينې هېوادوال وايي چې یخ ژمي له یوې خوا او اقتصادي ستونزې له بلې خوا سخت ځپلي دي.

ملک ګل خان چې، د کابل په یوې څنډه کې شپې او ورځې تېروي وايي، له یوه کال راهیسې بېکاره دی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د کابل اوسېدونکی ملک ګل خان وايي:«سږکال لس، پنځلس میاشتې کېږي، دا نوی حکومت چې بریالی شوی، نه کار او نه هم کسب شته. تا په خپله هم ولیدل چې کراچۍ هم بندې دي او هلکان هم ټول بې کاره دي.»

د کابل اوسېدونکې بي بي ګل هم څرګندوي:«له موږ سره نه مرسته شوې او نه څوک زموږ د حال لیدو ته راغلي دي او سرپناه هم نه لرو.»

په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د منعه کېدو په تړاو د اقتصاد وزارت له حکم وروسته ځینو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول؛ خو اوس اوس درېیو مرستندویه بنسټونو لکه د ماشومانو د ژغورنې سازمان، د پاملرنې بنسټ او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب موايي:«له موسسو او د نړۍوالې ټولنې له بنسټونو چې د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت او ژوندانه د ښه‌والي لپاره همکاري کوي، هرکلی کوو، بشرپاله فعالیتونه چې د دندو پیدا کولو او تولیدي سکټورونو باندې متمرکز وي کولای شي ډېر اقتصادي اغېزمنتیا ولري.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي چې، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د ۲ اعشاریه ۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړي؛ خو په وینا یې ۴۵ سلنه هغه بودیجه چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو له لوري غوښتل شوي وو، د مرستندویه هېوادونو له لوري ورنه کړل شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي چې، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د ۲ اعشاریه ۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه