Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې لېدنه

د ریاست‌الوزرا ویاند وايي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې امنه محمد د رياست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفی سره د لېدنې پر مهال په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د فعال غړیتوب غوښتنه کړې ده.

قاري یوسف احمدي زیاتوي، د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکي ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به خپلې مرستې زیاتې کړي.

د رياست‌الوزرا وياند قاري یوسف احمدي وايي: «هغې زیاته کړه، موږ غواړو له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي ترڅنګ دا هیواد د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.  د افغانستان راتلونکی د دې هیواد نسل له زده کړو او روزنې پورې تړاو لري.»

بل لور ته، د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې امنې محمد، د افغانستان راتلونکی په زده کړو پورې تړلی ګڼلی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستیال وايي، ملګرو ملتونو له تور لیسټ څخه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ویستلو، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د څوکۍ سپارلو ته لازمه پاملرنه او همکاري نه ده کړې.

په همدې حال کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند وايي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د ښځو د کار او تعلیم په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د وروستیو فرمانونو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکنو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري ډاډ ورکړل شو، چې اسلامي امارت د ښځو د کار او زده کړو مخالف نه دی.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو او د هېواد د وضعیت په ښه کېدو کې مهم ګڼي.

د سياسي چارو کارپوه نجیب الله جامع زیاتوي: «هر هغه پلاوی چې افغانستان ته راځي هغوی به خپله اجنډا لري؛ ولې د افغانستان غوښتنه او ضرورت همدا دی چې تعامل باید دوام پیدا کړي او د افغانستان انزوا باید پای ته ورسېږي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې تر دې مخکې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت د مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړو او کار د حق په اړه خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه