Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې اترې

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې شوې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې ښاغلي کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګریزو چارو د پراختیا، اقتصادي، کلتوري، روزنیزو، له ترهګرو ډلو او همداراز له د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې شوې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «په‌دې کتنه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له لوري د نړۍوالې ټولنې لخوا د افغانستان د اوسني حکومت پر سیاسي او ډيپلوماټيکې رسمیت پېژندنې ټينګار شوی دی. په دې کتنه کې همداراز د ټولې سیمې د ثبات او امنیت پر تضمین هم ټينګار شوی دی.»

له دې سره سم، اسلامي امارت وايي، د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل د سیمې په ګټه دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «هېوادونه باید دا درک کړي چې د سیاسي فشارونو راوستل او د اړیکو پرې کول پایله نه ورکوي، غوره به وي چې له افغانستان سره د تعامل له لارې مخته لاړ شي او هر هېواد چې په‌دې برخه کې له نورو مخکې کېږي او رانږدې کېږي، د ستاینې وړ دی.»

له بلې خوا یو شمیر کارپوهان د نړیوالې ټولنې له‌خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه شیر حسن حسن وايي: «په افغانستان کې به د ترورېزم پر وړاندې او همدارنګه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ژمنتیا کې د اسلامي امارت واکمني هم د نړیوالو او هم د روسیې له خوا د ډېپلوماټیک رسمیت پېژندنې خوا ته ورنږدې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «روسیه په نږدې راتلونکې کې افغانستان په رسمیت نه پېژني او که روسیه یوازېنی هېواد شي چې روسیه یې په رسمیت وپېژني، بیا هم د افغانستان ستونزې نه حلېږي.»

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د شاوخوا ۱۶ میاشتو په تېرېدو سره هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو بیا هم ځينو هېوادونو د سرپرست حکومت ډيپلوماټان منلي او یو شمېر هېوادونو هم په کابل کې خپلې سیاسي استازولې بیا فعالې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه