Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسکو د ۲۰۲۳ کال د پوهنې نړیواله ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړه

د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې، علمي او کلتوري سازمان «یونېسکو» وايي، سږ کال یې د پوهنې نړیواله ورځ هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې چې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

یونېسکو زیاتوي، د جنورۍ میاشتې په ۲۴مه به د زده‌کړو له نړۍوالې ورځې د خلکو لپاره د پانګونې او زده‌کړو ته د لومړیتوب ورکړې تر سرلیک لاندې ونمانځل شي.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۲۴مه د ښوونې او روزنې پنځمه نړۍواله ورځ به د خلکو لپاره د پانګونې او زده کړو ته د لومړیتوب ورکړې تر سرلیک لاندې ولمانځل شي. ښوونې او روزنې ته باید لومړیتوب ورکړ شي؛ څو د تل پاتې پراختیايي موخو ته د پرمختګ بهیر ګړندی شي. یونېسکو به سږکال د ښوونې او روزنې نړۍواله ورځ افغان نجونو او ښځو ته چې له زده کړو محرومې شوي، ځانګړې کړي. د دغه هېواد خلک د هغه ممنوعیت د لغوه کېدو غوښتونکي دي چې، پرې زده کړې یې محدودې کړې دي.»

ورته مهال یو شمېر زده‌کوونکې وايي، افغان نجونو زده‌کوونکو ته د دې ورځې ځانګړي کېدل نه‌شي کولی له زده‌کړو د دوی د منعه کېدو ستونزه حل کړي.

یوه زده‌کړیاله ریحانه په‌دې اړه وايي: «یوه ورځ بسنه نه‌کوي، باید نړیواله ټولنه او یونسکو په‌دې لټه کې وي چې اسلامي امارت کومه پرېکړه کړې، پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې کبرا زیاتوي: «یونسکو باید راشي، له اسلامي امارت سره خبرې وکړي، باید ښوونځي زموږ پر مخ پرانیستل شي.»

له دولسم ټولګي فارغه طاهره وايي: «له اسلامي امارت هیله لرم چې د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي، پوهنتونونه او کورسونه پرانیزي او اجازه راکړي چې کار ته لاړې شو.»

خو اسلامي امارت وايي، د ټولو هېوادوالو د حقونو رعایتولو ته ژمن دي او له خلکو او اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو همکاري مهمه ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «ځینې ستونزې د لنډمهال لپاره رامنځ‌ته شوي، د حل لپاره یې هلې ځلې روانې دي، څوک باید اندېښنه و نه‌لري، په ټوله کې له افغانانو او اسلامي امارت او د افغانستان له وضعیت سره د ملګرو ملتونو همکارۍ مهمه او ګټوره ده.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وايي: « د نجونو او ښځو د زده‌کړو مخنیوی د هغوی د ذاتي حق اخیستلو په مانا ده او همداراز د تعلیم او د هېواد د پرمختګ او د ودې مخنیوي په مانا ده.»

د یونیسکو په اعلامیه کې همداراز راغلي چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۴۴ مېلیونه ماشومان او تنکي ځوانان له زده کړو پاتې شوي او همداراز ۷۷۱ میلیونه لویان بیا نالوستي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه