Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د بشر حقونو مدافعانو د وضعیت په اړه نظرپوښتنه

په امریکا کې د ازادۍ کور «فریډم هاوس»، د کاناډا د مدني ټولنې دفتر او د افغانستان د بشري حقونو د همغږۍ میکانیزم، په یوې نظرپوښتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو وضعیت ته کتنه کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د بشري حقونو نوي سلنه مدافعینو ویلي، دوی په افغانستان کې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي.

دغو درې واړو بنسټونو لیکلي، د تېر کال په مې او جون میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو د وضعیت د ارزونې په موخه یې له افغانستانه بهر د بشري حقونو له ۶۶۳ مدافعانو سره مرکې کړې دي.

په امریکا کې د ازادۍ کور رییس مایکل جي ابراموویټز زیاتوي: «د افغانستان د بشري حقونو مدافعانو په ویره کې ژوند کړی او په کور دننه او بهر کې له جدي ستونزو سره مخ دي. نړۍواله ټولنه د یوه عادلانه او خپلواک افغانستان لپاره باید له دغو مدافعانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د دې نظر پوښتنې موندنې د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ۹۰ سلنه مدافعانو ناسم چلند تجربه کړی دی.

د بشري حقونو یو درېیمه برخه مدافعانو ویلي، له افغانستانه وتلي، خو بیا یې هم ویلي چې په افغانستان کې د خپلو پاتې کورنیو امنیت ته اندېښمن دي.

د دې نظر پوښتنې یوې سمبالوونکې ویلي ان سی ریچارډ وايي: «د بشري حقونو مدافعان چې هر چېرې دي ملاتړ ته اړتیا لري. هغه ګڼ ګواښونه چې د بشري حقونو مدافعان ورسره مخ دي د پناه غوښتنې حق د ملاتړ د اهمیت او د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پروګرامونو د غښتلیتا د اهمیت ښکارندويي کوي.»

د بشر حقونو فعاله روح ګل افغان وايي: «داسې غوښتنه او چلند کوي چې زموږ له افغان او دیني کلتور سره سمون نه خوري، باید دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د دې نظر پوښتنې محتوا ردوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو د نیول کېدو، ناسم چلند او شکنجو په تړاو ادعاوې بې بنسټه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «له دوی هېڅوک زندان ته وړل شوي او نه ربړول شوي، نه ورته ګواښ شوی. په‌دې اړه چې کوم راپورونه خپرېږي او ادعاوې کېږي، ناسمې دي او موږ یې ردوو.»

له بل لوري ځینې حقوق‌پوهان د حکومت د کړنو د ښه والي او د هېواد د پرمختګ لپاره د بشري حقونو د مدافع ډلو حضور مهم او رغوونکی ګڼي.

د حقوقي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: «په هره ټولنه کې د عدالت او خلکو د حقونو رسېدو ته د بشر حقونو مدافعانو ته سخته اړتیا وي او ان د ټولنې په پرمختګ او ټولو چارو په رونټیا کې ښه رول لوبولی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له بشري حقونو ملاتړو نړۍوالو بنسټونو تل په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو پر نقضېدو نیوکې کړي او همداراز یې له سرپرست حکومته غوښتي چې، بشري حقونه مراعات کړي.

خو اسلامي امارت بیا تل ویلي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه