Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د موبي ګروپ د اوو کارکوونکو د وژل کېدو اووم تلین

نن د موبي ګروپ د اوو کارکوونکو د وژل کېدو له اوومې کلیزې  سره برابره ده. اووه کاله وړاندې په کابل کې د موبي ګروپ د کارکوونکو پر لېږدونکي موټر د چاودنې له امله اووه تنه ووژل شول او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شول.

په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو یو شمېر کورنۍ وايي، اسلامي امارت باید خلکو ته د کار زمینه برابره او امنیت یې ټینګ کړي.

عبدالحسین فقیریار یو له هغو کسانو دی چې په دې پېښه کې ړوند شو .

په پېښه کې ټپي شوی عبدالحسین فقیریار وايي: «هغه مهال چې چاودنه وشوه، زه په هېڅ نه پوهېدم، زه یوه اوونۍ په کوما کې وم، وروسته له دې چې زه له کوما راووتلم پوه شوم چې د ورور وضعیت مې ډېر خراب وو.»

د وژل شوي حسین امیري ورور باقر امیري وايي: «د ماښام له اذان وروسته خبر شوم چې په دارالامان کې د موبي ګروپ پر کارکوونکو چاودنه شوې ده، په هغې چاودنه کې زما ورور هم شهید شوی و.»

محمد جواد حسني، زینب میرزایي، مهري عزیزي، مریم ابراهیمي، محمد حسین، محمد علي محمدي او حسین امیري هغه کسان وو، چې په دې پېښه کې مړه شوي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې رییس حجت الله مجددي زیاتوي: «هیله‌من یم چې په افغانستان کې له دې وروسته هېڅ کورنۍ په ځانګړي توګه د رسنیو کورنۍ د تاوتریخوالي له امله غمجنه نه‌شي.»

د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د رسنیو ستونزو ته رسیدنه وکړي او زیاتوي، چې نور باید د رسنیو له هیڅ کارکوونکي سره تاوتریخوالی و نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه