Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: واشنګټن د اسلامي امارت له مخالفانو سره د اړیکو ټينګولو په هڅه کې دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، واشنګټن د اسلامي امارت له مخالفانو سره د اړیکو په ټینګولو تورن وي.

ښاغلي کابلوف د روسیې له ۲۴ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وايي چې امریکا د افغانستان د اسعاري شتمنیو له کنګلولو سره د باج اخیستو په لټه کې ده.

دغه روسی چارواکی زیاتوي چې مسکو په دې هکله اطلاعات ترلاسه پیدا کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي:«هغوی واقعاً غواړي چې، په افغانستان کې د خپل نظامي او سیاسي شرموونکې ماتې غچ واخلي؛ خو له دې هم بد دا دي چې، په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو له نیولو سربېره په پټه له داعشه هم ملاتړ کوي."

اسلامي امارت بیا د ضمیر کابلوف د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت هېڅ هېواد ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«افغانستان یو خپلواکه هېواد دی، دلته موږ د هېچا لاسوهنه نه غواړو او موږ هڅه کوو چې له ټولو هېوادونو سره حسنه او ښې اړیکې ولرو.»

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجمیل شېرانی هم څرګندوي:«اسلامي امارت باید د سیمې له ټولو هېوادونو او ګاونډیو سره خپلې اړیکې پياوړې او ټینګې کړي چې امریکا ته په افغانستان کې نور د لاسوهنې اجازه ونه کړل شي.» 

له بل لوري د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پر دې باور دی چې، واشنګټن د افغانستان د شتمنیو له کنګلولو سره له سرپرست حکومته د باج اخیستنې په لټه کې دی.

ضمیر کابلوف په دې هکله وویل:«امریکا له دغې لارې د باج اخیستنې په لټه کې ده. قول درکوم چې، بالاخره به دغه قضیه له بندښته وباسم. په صراحت سره وایم چې، افغانستان ته د بشري مرستو څرنګوالی هم د اوسنيو مشرانو د مجبورولو لپاره د فشار په توګه کارول کېږي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم وايي:«امریکا د افغانستان د خلکو د شتمنیو له بندولو د سیاسي فشار د الې په توګه کار اخلي او امریکا له خوا د دغه فشار تر ټولو مهمه منفي اغېزه له اقتصادي او معیشتي پلوه د افغانستان د خلکو له ستونزو سره مخامخ کېدل دي.»

د کابلوف د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو څو میاشتو به د سیمې د هېوادونو په ګډون سره د افغانستان په تړاو څو غونډې جوړې شي او په وینا یې له افغان ولس سره مرستې به د دغو غونډو یوه برخه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه