Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې له مېرمنو د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ

د ملګرو ملتونو سازمان په یوې خبرپاڼه کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې له مېرمنو ملاتړ کوي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امنې محمد افغانستان ته په خپل څلور ورځني سفر کې، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د بشري حقونو نقض بللی دی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، چې دغه پلاوي په کابل او کندهار کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنو کې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی، چې دغه مسئله به مېلیونونه افغانانو ته د مرستې رسونې بهیر زیانمن کړي.
                          
خو اسلامي امارت وایي، چې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي او د نړۍ هېوادونه باید د هېواد دودونو ته درناوی وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«نړۍواله ټولنه، هېوادونه او دخیل اړخوه باید زموږ د هېواد اصولو، دودونو، او معنویاتو ته هم درناوی وکړي.»

بل خوا د منځنۍ آسیا په چارو کې د اروپایي ټولنې استازو په پلازمېنې بروکسل کې په افغانستان کې د بشري ناورین او د ښځو پر کارکولو د بندیز په تړاو خبرې کړې دي.

هغوی ویلي:«افغانستان د اروپایي ټولنې په کاري لومړیتوب کې دی. د اروپا او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو نن په بروکسل کې له ناورینه د افغانستان د احتمالي وتلو د ارزونې، د ښځو او نجونو پر تحصیل د بندیز، د بشري حقونو د وضعیت او د خبرو اترو د وضعیت د ښه والي په تړاو خبرې کړې دي.»

بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې د سرپرست حکومت مشران باید د مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي خبرو ته غوږ ونیسي.
            
د ایران په زاهدان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید اسماعیل‌ زهي وايي:«حکومتونه دې ښځو ته پاملرنه وکړي، د ښځو زده کړه له نارینه‌وو سره توپیر نه‌لري لکه څرنګه چې په نر لازم دی په ښځه هم لازم دی.»
                   
د سیاسي چارو شنونکی محمد خالد مصلح وویل:«هر هېواد د هماغه اډيولوژۍ او دین په مطابق خپل نظام جوړوي او له شک پرته ښځې د ټولنې یوه مهمه او اړینه طبقه ده.»

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو او اقتصاد وزارتونو د جلا جلا مکتبونو په خپرولو سره د ښځو کار او  تحصیل ځنډول دی او تر اوسه یې د دغو حکمونو د لغوه کولو پرېکړه نه ده کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه