Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو له حضور سره د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو د م.م سازمان ټينګار

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله په افغانستان کې د ښځو له حضور سره د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکې ده.

امنه محمد له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د ځينو شرطونو له پوره کېدو سره به چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل هم په کې شامل دي، دا چاره به له سرپرست حکومت سره د ملګرو ملتونو د تعامل زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله وايي:«ټول‌ګډونه حکومت یعنې په استازو کې یې تنوع وي او دا په دې معنا چې، ښځې هم په کې حضور ولري. له همدې امله ځينې شرایط افغانستان ته اېښودل شوي او هغه باید په نظر کې ونیول شي. دغه پرېکړه افغانستان کوي او دم‌ګړۍ دغه کار د اوسنیو چارواکو په لاس کې دی او موږ د دغې پرېکړې لپاره اړ یوو چې، له دوی سره تعامل وکړو.»

نوموړې زیاتوي، لا تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې له معیارونو سره ځان نه دی برابر کړی.

امنه محمد څرګندوي:«که تاسو د یوې کورنۍ غړی واوسئ نو د ژوند کولو لپاره ځينې اصول، ارزښتونه او هوکړې شته او د نړۍوالې ټولنې کورنۍ هم داسې معیارونه لري چې، اوسنی افغانستان ورسره برابر نه دی. باید په دې تړاو خبرې وکړو چې تاسو نه شې کولی په هېواد کې ښځې له مشارکته محرومې کړئ،»

د سیاسي چارو کاپوه اسلام الله مسلم هم په دې هکله داسې وايي:«موږ هیله لرو چې اسلامي امارت په خپل دریځ کې له دوی سره بدلون راولي او نړۍوالو سره د رسمیت پېژندلو دغې لړۍ ته دوام ورکړي.»

خو اسلامي امارت بیا د ملګرو ملتونو د مرستیالې د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، نورو هېوادونو او سازمانونو ته نه ښايي چې، خپلې غوښتنې پر افغانانو تحمیل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«له سازمانونو او نورو هېوادونو غواړو چې په دې برخه کې د افغانستان د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي. نه دا چې خپلې ځينې مسایل د افغانستان په خلکو تحمیل کړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد په مشرۍ د دغه سازمان یوه پلاوي افغانستان ته په خپل څلور ورځني سفر کې د سرپرست حکومت له جګپوړو چارواکو او نورو سیاستوالو سره د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام په تړاو خبرې کړې دي.

اسلامي امارت بیا د ملګرو ملتونو د مرستیالې د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، نورو هېوادونو او سازمانونو ته نه ښايي چې، خپلې غوښتنې پر افغانانو تحمیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه