Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې له پراخ‌بنسټه سیاسي جوړښته د بیجېنګ ملاتړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، بيجېنګ په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي جوړښت له رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

د چین دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په ټلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د یوه پراخ‌ او هر اړخیز سیاسي جوړښت لپاره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه چینايي چارواکي ډاډ ورکړی چې بیجینګ به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په دغه هېواد کې د شخصي ګټو په لټون کې نه دی.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې چین له افغانستان سره دوه اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«تقريباً يو ساعت مو ټلېفوني خبرې درلودې. ټولې په همدې راڅېرخېدې، چې څنګه له يو بل سره همکاري وکړو. څنګه په افغانستان کې سرمايه ګذاري وشي. څنګه په افغانستان کې امن او ثبات نور هم ټينګ شي. په ځانګړې توګه د زراعت په برخه کې مو تفصيلي خبرې ورسره وکړې.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د چینايي شرکتونو امنیت تامین کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل څرګندوي:«د هېواد د بهرنيو چارو وزير چينايي لوري ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د سيمې امنيت او ثبات لپاره هڅې کوي او هېڅ ډلې او يا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرخلاف وکاروي. متقي صاحب په افغانستان کې د چينايي اتباعو او شرکتونو پر خونديتوب هم ټينګار وکړ.»

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې چین په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان د وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي او د کابل او بیجېنګ ترمنځ د اړیکو زیاتېدل د دغه هېواد په ګټه دي.

د سياسي چارو کارپوه ذکي الله محمدي وايي:«نوره نړۍ غوښتنې لري. هغوی یو شی غواړي بیا یو شی درکوي. چین چې دی، بلاعوضوه مرستې هم کولای شي. له چین سره روابط درلودل په ځانګړې توګه ډیپلوماتیک روابط د افغانستان په ګټه دي.» 

چین د افغانستان د کانونو په برخه کې دوه لوی تړونونه لري او تمه ده چې د چین د نفتو ملي شرکت به د امو سیند د نفتو په برخه کې خپله پانګونه زیاته کړي، خو بیجېنګ تر اوسه د نورو هېوادونو په څېر د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

د چین دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز راپور ورکړی چې بیجېنګ په افغانستان کې د نفوذ هڅه نه کوي او د دغه هېواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه