د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، په غیردولتي بنسټونو کې کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو هڅې روانې دي.
نوموړی زیاتوي، په هغو بنسټونو کې چې د ښځو کار اړتیا ده، د کار اجازه به ورکړل شي.
ښاغلی حبیب پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «په کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو دندې د یوه څه مودې لپاره ځنډول شوي. موږ هڅه کوو په کومه برخه کې چې دوی ته اړتیا وي، په دې برخه کې ورته د مناسب حللاره پیدا شي.»
حسنا روفي د یو شمېر هغو ښځو لپاره چې په وروستیو کې بېدندې شوي او یا زدهکړیالانې دي؛ د کار زمینه برابره کړې ده.
حسنا روفي
حسنا رووفی با راه اندازی کارگاه خیاطی برای شماری از بانوان دانشجو و بانوانی که کارهای شان را از دست دادهاند، زمینه کار فراهم کرده است.
له نوموړې سره څه باندې لس ښځې د خیاطۍ په یوې کار ځای کې کار کوي.
د خیاطۍ کار ځای مشره حسنا روفي پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې د (د علم لار) خیاطۍ کار ځای مو جوړ کړی دی. دلته موږ سره د ګنډلو، چکمې اوبدلو، ګلدوزي، ګراف دوزي او خیاطۍ برخه کې لس ښځې کار کوي.»
بلخوا د دې خیاطۍ کارکوونکې له سرپرست حکومته غواړي چې پر ښځو لګول شوي کاري محدودیتونه لېرې کړي.
د خیاطۍ کارکوونکې تمنا وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې ښځو ته د کار او زدهکړو زمینه برابره کړي او پر دوی شریاط او قیودات و نه لګوي.»
د خیاطۍ کارځای کارکوونکې مرسل زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې موږ ته زمینه برابره کړي، ځکه که زمینه نهوي برابره، موږ نهشو کولای په ازاد ډول کار وکړو.»
نږدې دوه میاشتې کیږي چې ښځې په نادولتي ادارو کې کار کولو ته له تللو محرومې شوې دي او یو شمېر مرستندویو بنسټونو د اسلامي امارت له دې پرېکړې وروسته، په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولې دي.
په دې اړه مو اندونه