Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو له زده کړو او کاره د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ اعلان

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې دغه سازمان به له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امینه محمد وایي، چې له ځينو هېوادونو سره په ګډه به پر سرپرست حکومت فشار راوړي څو د افغان ښځو حقونه مراعت شي او کابل ته یې د سفر موخه هم د ښځو د زده کړو او کار د حق ترلاسه کول و.
                                       
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي:«دغه هېواد ته تر سفر مخکې موږ یو شمېر هېوادونو ته سفر وکړ او مشورې مو وکړې چې په ټولیز ډول پر دغه حکومت فشار راولو چې له ښځو سره خبرې وکړي او هغوی ته هیله ورکړي چې موږ له پامه نه یاست غورځولې.»

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړې چارواکې، کار او زده کړې د ښځو حق ګڼي او وايي ترهغې به له افغان سرپرست حکومت سره خبرو ته دوام ورکړي، چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه خوندي شوي نه وي.
                                      
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي:«دا دویم ځل دی چې دغه هېواد ته راځم، خو دا سفر ځانګړی دی، ځکه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري زما او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د رییسې په ګډون د دغه پلاوي د رالېږلو موخه د دوو بندیزونو، یو د ښځو پر کار کولو د بندیز او بل د نجونو پر تحصیل د بندیز په تړاو له اوسني چارواکو سره تعامل دی او وګورو چې څرنګه کولای شو دغه بندیزونه بېرته لېرې کړو.»

بلخوا اسلامي امارت د امنه محمد د دغو خبرو په ځواب کې وایي، چې په نړۍوالو سازمانونو کې د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو په تړاو د هېوادونو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره هڅې روانې دي.
                                
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«له چارواکو سره په لیدو کتو کې یې خپلې اندېښنې مطرح کړې او اسلامي امارت هم ورته څرګنده کړه چې په ټولو موردونو کې ممکن چې له اسلامي شریعت سره مطابقت ولري موږ ګامونه پورته کړو.»

بل خوا د اروپایي ټولنې د بهرني سیاسي مسوول په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو د ځنډول کېدو په تړاو د اسلامي امارت پر پرېکړه خواشیني څرګندوی.
                                        
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وايي:«اروپایي ټولنه د طالبان پر پرېکړې او له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته د زده کړو د اجازې پر نه ورکولو سخته اندېښنه څرګندوي. دا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او عمومي مشارکت لپاره یو لوی شاتګ دی.»

په هېواد کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، ښځې او نجونې ښوونځيو، پوهنتونونو، تفریحي پارکونو، حمامونو، سپورټي کلپونو، د محرم له لرلو پرته سفرونو او په نادولتي ادارو کې له کارولو محرومې شوې دي. خو تر اوسه د دغو بندیزونو د لېرې کېدو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

اسلامي امارت د امنه محمد د دغو خبرو په ځواب کې وایي، چې په نړۍوالو سازمانونو کې د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو په تړاو د هېوادونو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره هڅې روانې دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه