Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: افغانستان له بې مخینې بشري ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي دي چې افغانستان له یوه بې مخینې بشري ناورین سره مخ دی.

د دغه بنسټ په تازه راپور کې راغلي دي، چې بشري ناورین په دغه هېواد کې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې اغېزمنې کوي.

په دغه راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې به په افغانستان کې ۱۷ مېلیونه تنه له شدیدې لوږې سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې راپور کې راغلي:«د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به د ژمي د اغېزو، د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي، د عوایدو د کموالي، بې روزګارۍ او د اقتصادي ځوړ د دوام له امله وضعیت خراب شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري څرګندوي:«د اقتصادي بیخ بناوو او پانګولو نشتوالی له ډېرو عمده عواملو څخه دي چې په دوه وروستیو او یا هم په یو نیم وروستي کال کې په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي او د حد زیات د بشري ناورین لامل شوی دی.»

ځينې کابل مېشتي وايي چې د ژمي یخنۍ او بې وزلۍ د هغوی ستونزې څو برابرې کړې دي.

پنځوس کلن احمد شاه خپلې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره د کابل ښار په یوې څنډه کې موچیتوب کوي. وایي، چې په ورځ کې تر ۲۰۰ افغانیو لږ عاید لري او د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
 
د کابل اوسېدونکی احمدشاه وویل:«د ورځې چې ۱۰۰ روپۍ پیدا کوم هېڅ شی هم نه کېږي تراوسه مې د خپل ژمي لپاره هېڅ هم نه دي اخیستي.»

د کابل اوسېدونکې ماري هم وايي:«څلور کمپلې په ځان اچوو چې تاوده شوو، خوراکه نه لرو، پوښاک نه لرو هېڅ شی نه لرو.»

بل خوا د سویس د پراختیايي ادارې رییس وایي، چې له افغانستان سره به یې د هېواد مرستې دوام ولري. سویس هغه هېواد دی، چې په کال کې له افغانستان سره ۳۳ مېلیونه ډالره مرسته کوي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او اوس‌مهال یې د خپلو فعالیتونو د بېرته پېلېدو لپاره اروزنې پېل کړي دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې له دغو مرستو د بیخ بناوو د پیاوړتیا او د بسټیزو پروژو د بشپړولو په منظور استفاده وکړو.»

د اوچا په راپور کې راغلي دي، چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته، افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې پراختیایي مرستې چې د روغتیا د برخې په ګډون یې ۷۵ سلنه بودیجه جوړوله، درېدلې دي.

اوچا په دغه راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې به په افغانستان کې ۱۷ مېلیونه تنه له شدیدې لوږې سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه