Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یخني او د بې برقۍ غم؛ کابل مېشتي د برېښنا د تامین غوښتونکي دي

د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي د برېښنا پر دوامدارې پرچاوۍ په کلکه نیوکه کوي او وايي چې د ژمني په موسم کې خلک له ډېرو جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې خلکو ته د دوامدارې برېښنا د تامین په برخه کې هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی کاظم علي وايي:«د ورځې کابو شل دقیقې هم برېښنا نه لرو، حتا زموږ مبایلونه نه چارج کېږي، نوره استفاده خو په ځای پرېږده.»

د کابل اوسېدونکی احمد شاه هم څرګندوي:«ټول ماشومان لري ټول اولاد لري هوا سړه ده واوره هم ورېږي او د برېښنا نشتوالي خلکو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي.»

بل خوا، د کابل د برېښنا رییس وایي، چې اسلامي امارت ازبیکستان ته د مخکیني حکومت تر نیمایي زیات پورونه ورکړي دي او د نوي تړون له مخې د ازبیکستان حکومت باید افغانستان ته برېښنا صادره کړي.
 
د کابل د برېښنا رییس حکمت الله انوري وايي:«هغه ستونزه چې د جمهوریت له دورې له ازبیکستان سره موجودې وې یعنې د هغې دورې د پاتې پورونو ډېره برخه مو ورکړې ده.»

له دې ټولو سره سره، د سیاسي چارو شنونکي د ازبیکستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
 
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«په دغو شپو او ورځو کې ازبیکستان خپلو خلکو ته هم برېښنا نه شي رسولای. ورته مهال د قوش تیپې په پروژه کې د امو سیند له اوبو د ډېرې استفادې احتمال، ازبیکستان لږ اندېښمن کړی په دې هکله باید له ازبیکستان سره بیا مذاکره وشي.»

د برېښنا شرکت پخواني رییس آمان الله غالب هم وویل:«د ازبیکستان له خوا د برېښنا پرېکېدل یوه تخنیکي مسئله نه ده ځکه په ژمني کې د لینونو ستونزې حل شوې دي. ډېره شونې ده چې موضوع سیاسي وي او د برېښنا شرکت باید دا موضوع له ډپيلوماسي اړخه حل کړي. په مستقیمه توګه یوازې برېښنا یې نه شي حل کولای.»

ښاغلی اخندازه هم زیاتوي:«په دې هکله خبرې کول له وخت مخکې دي، چې دا موضوع سیاسي ده که نه ده. په ټول کې د تړون پر عملي کېدو ژمنتیا ده، چې هغوی باید هغه تړون ته ژمن وي چې غځول شوی او لاسلیک شوی دی باید عملي شي.»

د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان نږدې دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې یوازې څلور سوه میګاواټه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او نږدې اته سوه میګاواټه یې د تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران له هېوادونو واردېږي چې اوس‌مهال د ځينو هېوادونو وارداتي برېښنا له ستونزو سره مخ شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه