د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس وايي چې په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسونې بهیر د ښځو حضور ته اړمن دی.
ښاغلی ګرېفېټس چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۶.۴ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو ویاند په یوه خبري ناسته کې وايي، چې د دغه سازمان پلاوی به د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت د اوسنۍ تګلارې د بدلون غوښتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک ویلي:«دوی به له چارواکو سره خبرې وکړي او ورته پیغام به وړاندې کړي، چې موږ له پیل څخه د وضع شويو پاليسیو د بېرته اخيستلو په برخه کې درلود. او تاکيد به وکړي، چې د ښځو له شتون پرته بشري مرستې نه شي چمتو کېدلای.»
رياست الوزراء په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال د رياست الوزراء له اداري مرستيال سره په کتنه کې له افغان ماشومانو او ښځو سره د مرستو په برابرولو کې د ښځو شتون اړين وباله.
عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د ښځو د کار په اړه ستونزې به د تفاهم له لارې هوارې شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د اسلامي امارت د رياست الوزراء د مرستيال غوښتنه دا وه، که چېرې هر اړخ ملاحظه لري؛ نو دغه تفاهم ته بايد ادامه ورکړل شي، تر څو يوې نتيجې ته ورسېږو.»
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې د دغه سازمان رول مهم بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل څرګندوي:«افغانستان د نړۍوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسوولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.»
ورته مهال د ښځو د حقونو ځينې فعالان په دې باور دي چې د ښځو له حضور او فعالیت پرته به د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ شي.
د ښځو د حقونو فعاله مریم نایبي وویل:«د ښځو د حقونو او بشري حقونو مسئله باید په سیاسي مسئله بدله نه شي او د افغانستان نیمایي نفوس باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.»
په تېرو دوو اوونیو کې دا د ملګرو ملتونو دویم چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي. تر دې مخکې امنه محمد کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له سرپرست حکومته غوښتي و چې د ښځو د زده کړو او کار د ځنډولو پرېکړه دې لغوه کړي.
په دې اړه مو اندونه