د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې واشنګټن له اسلامي امارت سره خپل چلند او تعامل څېړلی او له خپلو نړۍوالو تړونوالو سره د مثبتو ګامونو د ارزونې په حال کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس، په یوې خبري ناسته کې د افغانستان د سرپرست حکومت په وروستیو کړنو نیوکه کړې او وايي چې ۲۸ مېلیونه افغان وګړي مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي پرایس د افغاسنتان د اماني صندوق په هکله وویل چې دغه صندوق د دغه هېواد د ثبات لپاره جوړ شوی دی او په هېڅ صورت د هغې موخه د اسلامي امارت ملاتړ نه دی.
نډ پرایس وویل:«موږ له طالبانو سره خپل چلند او تعامل په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د دې ډلې له لوري د بشري حقونو د نقض پېښو او اقداماتو ته په کتو ارزولې دی. اوسمهال يې موږ له خپلو متحدینو سره ارزونه کوو، چې راتلونکي کې کوم ګامونه مناسب دي.»
بل خوا د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، چې فشار د ستونزو د هوارۍ لار نه ده او امریکا باید اسلامي امارت سره د تعامل لار غوره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«فشارونه هېڅکله هم د حل لار نه دي. موږ په تېرو شلو کلونو کې تجربه کړل، خو د ډیالوګ لار د ټولو اړخونو په ګټه ده.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي، ۲۸ مېلیونه د افغانستان خلک د خپلې بقا لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس زیاتوي:«موږ په نړۍ کې تر ټولو ستر د بشردوستانه مرستو ترسره کوونکي یوو، موږ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې د افغانستان خلکو ته د لومړنیو مرستو د رسولو لپاره ۱.۱ مېلیارد ډالره مرسته کړې ده او په دې کې شک نه لرم، چې موږ به د افغانانو د جدي بشري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره هر کار ترسره کړو.»
د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر هم څرګندوي:«د افغانستان خلک په اوسنیو شرایطو کې په جدي ډول بشري مرستو ته اړتیا لري، نو نړۍوال مرسته کوونکي بنسټونه باید افغانانو سره مرسته وکړي.»
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، په افغانستان کې ۸۳ سلنه فعالو بنسټونو او موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي او یا يې کم کړي دي.
په دې اړه مو اندونه