د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې ځینو ګډونوالو په افغانستان کې د پراخبنسټه حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې غونډه کې ویلي دي چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل به، د سیمې لپاره د ترهګرۍ، کډوالۍ او نشهيي توکو د قاچاق له امله رامنځته کېدونکي ګواښونه کم کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:«په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړول نه یوازې د مرستې رسولو پروګرامونو او د هېواد په بیارغونه کې مرسته کولی شي، بلکې سیمې ته د ترهګرو عملیاتو، کډوالۍ او د مخدره موادو د قاچاق ګواښونه هم کمولای شي.»
له بلې خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې افغانستان د حکومتدارۍ په برخه کې کومه ستونزه نه لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د هغو مسایلو په اړه چې د افغانستان داخلي مسایل دي، اسلامي امارت د خپل هېواد او خلکو د ګټو اسلامي ارزښتونو او شريعي احکامو په نظر کې نيولو سره خپلو اقداماتو ته ادامه ورکوي؛ تر څو د هېواد ټول مشکلات حل شي. د حکومتدارۍ په برخه کې جدي ستونزه موږ نه لرو.»
یو شمېر سیاسي کارپوهان په سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان حضور مهم ګڼي.
د سياسي چارو کارپوه عزيز معارج وویل:«د افعانستان استازی چې په دې غونډو کې ګډون نهلري؛ نو د دا ډول غونډو پرېکړې هم د افغانستان په وضعیت باندې کوم اثر نهلري. ځکه هلته د افغانستان استازی نشته چې د افغانستان له موقفه دفاع وکړي، یا خپله ستراتېژي هلته وړاندې کړي او یا د دې پرېکړو پخلی وکړي.»
د سياسي چارو کارپوه احمد خان اندړ هم څرګندوي:«اوس هم ناوخته نه ده چې اسلامي امارت د سياسي تعامل او نړۍوالې ټولنې سره د خبرو لپاره نرمه ژبه پیدا کړي او په کور دنننه هم ځینې نرمشونه راولي.»
د ایران، پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اقتصادي همکاریو د سازمان په دې غونډه کې ګډون درلود. دا غونډه به د چهارشنبې په ورځ هم دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه