Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د تشیع علماوو او مخورو ټولنه:ا.ا دې د ملي خبرو زمینه برابره کړي

د افغانستان د اهل تشیع د علماوو او مخورو ټولنه له اسلامي امارته غواړي چې دننه په هېواد کې د علماوو په کچه د ملي خبرو اترو زمینه برابره کړي، چې د ملي او نړۍوالو تعاملاتو لپاره مناسبې کړنلارې رامنځته شي.

د افغانستان د اهل تشیع د علماوو او مخورو ټولنې مشرتابه او غړو په یوې خبري ناسته کې د خبرو اترو لپاره د مناسبې حل لارې په نشتوالي نیوکه وکړه.

د افغانستان د اهل تشیع علماوو او مخورو ټولنې مشر سید حسن فاضل زاده وايي:«دننه په هېواد کې د علماوو او پوهانو په کچه د ملي خبرو اترو زمنیه برابره کړي چې د ملي او نړۍوالو تعاملاتو مناسبې کړنلارې رامنځته شي.»

د افغانستان د اهل تشیع علماوو او مخورو ټولنې ځیني غړي وايي، اسلامي امارت باید د ښځو کار او نجونو زده کړو لپاره په اسلامي چوکاټ کې مناسب چاپېریال چمتو کړي او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لار پرانیزي.

د افغانستان د اهل تشیع علماوو او مخورو ټولنې غړی محمد احساني څرګندوي:«په کاري او تحصیلي مرکزونو کې د کار او زده کړو لپاره د مناسب ځای تامین د اسلامي امارت له دندو، مکلفیتونو، کورنیو دندو څخه دي.»  

دیني عالم محمد حسن احمدي هم وايي:«هیله لرو دا چې دغه خلک راشي او د کار زمینه ورته برابره شي او خپلې مرستې پرې نه کړي.»
  
د افغانستان د اهل تشیع علماوو او مخورو ټولنې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان بد اقتصادي وضعیت ته په کتو بشري مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه