Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت: هڅه کوو چې د معیاري زده کړو زمینه برابره کړو

د پوهنې وزارت د زده کړو نړۍوالې ورځې په مناسبت، خپره کړې خبرپاڼه کې وايي هڅه کوي چې په هېواد کې معیاري زده کړو ته زمینه برابره کړي.

دغه وزارت وايي چې تر اوسه په هېواد کې ۱۹ زره ښوونځي او ۱۳ زره مدرسې فعاله دي.

خو په دې اعلامیه کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د پوهنې وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«د پوهنې وزارت د افغانستان خلکو او نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت زده کړه او تحصیل د هر افغان یوه جدي اړتیا ګڼي او هڅه کوي، چې د خپلو خلکو لپاره معیاري ښوونیز خدمتونه برابر کړي.

د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې یو نیم کال تېرېږي، خو تر اوسه د پوهنې وزارت د دغو ښوونځيو د پرانیستو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.

یوه زده کوونکې وايي:«هېڅوک نه شي کولای چې درس ووايي، هېڅ نجلۍ درس نه شي ویلای هېڅوک کار ته نه شي تلای.» 

بله زده کوونکې هم څرګندوي:«موږ ته دې اجازه راکړل شي چې موږ ښوونځي ته ولاړې شو او شرایط مو قبول دي حجاب او حتا چادري.»

بل خوا د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان یا یونېسکو له سرپرست حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.

د یونېسکو عمومي مدیر ادري ارولای وايي:«یونېسکو غواړي چې د زده کړو نړۍواله ورځ هغوی ته وړاندې کړي او غواړو چې ژر تر ژره د ټولو افغان ښځو او نجونو حقونه بېرته ورکړل شي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دا جګړه باید ودرول شي، ځکه چې تحصیل د ټولو ماشومانو او لویانو حق دی.»

د ملګرو ملتونو ویاند هم د زده کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، چې د ملګرو ملتونو سرمشني ټینګار کړی چې ټول هغه قوانین او حرکتونه باید پای ته ورسېږي چې زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوچاریک هم وویل:«د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی دی، چې د دې وخت رارسېدلی دی، چې ټول هغه تبعیضي قوانین او کړنې چې زده کړو ته لاسرسی اغېزمن کوي، پای ته ورسوو او په افغانستان کې یې له سرپرست چارواکو وغوښتل چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زده کړو ناعادلانه بندیز بېرته لېرې کړي.»

اخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، په ملګرو ملتونو کې د قطر استازي، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ کړی دی.

د پوهنتون استاد سید مقدم طلوع نیوز ته وویل:«تحصیل د هېواد د وګړو قانوني او طبیعي حق دی، نو د نجونو لپاره د تحصیلي مرکزونو تړل کېدل هېڅ قانوني توجیه نه شي لرلای.»
  
د پوهنتون استاد  عبدالناصر شفیق وايي:«مسوول چارواکي مطلوب شرایط دې برابر کړي او د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

په دې لړ کې یو شمېر محصلانې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پوهنتونه ته له تګه بې برخې شوې دي، له سرپرست حکومته غواړي، چې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز په تړاو  پر خپل حکم بیا کتنه وکړی.

یوه محصله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره بېرته پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د نجونو پر مخ پرانیزي.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تر امرثاني پورې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي او دغه راز پوهنتون ته یې د نجونو پرتګ بندیز لګولی او ویلي یې دي، چې د اړینو شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان یا یونېسکو له سرپرست حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه