Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د ښځو حقونو پر مراعتولو د ملګرو ملتونو ټینګار

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله له سرپرست حکومت سره د تعامل یوه لاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په مراعت کولو پورې اړوند ګڼي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې امینې محمد افغانستان ته له سفر وروسته د ‌دې سازمان په یوې خبري غونډه کې وویل، د نړیوالې ټولنې له خوا د سرپرست حکومت د رسمیت نه پېژندلو یو لامل، د افغانستان له سرپرست حکومت سره یو اړخیز تعامل ناشونی دی.

د ملګرو ملتونو مرستیاله امینه محمد وايي: «هیله‌منه یم چې دغه سفر زموږ د غوښتنو د غښتلي کولو په برخو کې مرسته کړې وي؛ څو پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لغوه او د هغوی غوښتنې ومنل شي. له دې سفره ور هاخوا، د تعامل دوام دی چې، د نجونو او ښځو لپاره له دغې فضا وروسته نړۍواله ټولنه کولی شي مخته راشي او لاپسې یو موټی شي.»

امینه محمد د سرپرست حکومت د نه رسمیت پېژندو یو لامل د نجونو او ښځو د حقونو نه مراعاتېدل ګڼي.

امينه محمد وايي: «له طالبانو سره د تعامل په اړه، د هغوی پیغامونه له یوې کرښې وتلې دي. هغوی وايي، د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول کارونه ترسره کړي؛ خو لا هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي. هغوی ته مو یادونه وکړه، په هغو مواردو کې چې له حقونو غږېږي او هغه احکام یې چې د ښځو د ملاتړ لپاره صادر کړي له یوې خوا یې حقوق ګڼي او له بلې خوا یې د هغوی حقونه سلب کړي او دا زموږ لپاره د منلو نه وو.»

له دې سره سم، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن له افغان ولسه ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند ډاډ ورکوي چې، هېواد یې په افغانستان کې د نجونو، ښځو، قومي او مذهبي لږکیو له حقونو دفاع کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي: «موږ تل له افغان ولسه، د افغان ولس د حقونو او له هغو حقونو چې، طالبان یې رعایتولو ته ژمن دي دفاع کړې ده. په دې حقونو کې د نجونو، ښځو، مذهبي او قومي لږکیو حقونه شامل دي.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «د حقوقي، زده‌کړو او کار په برخو کې دغه ډول محدویتونه لګول به د ټولنې او زموږ د خلکو په زیان تمام شي.»

خو اسلامي امارت په ټينګار سره وايي، د خپلو هېوادوالو د اسلامي او شریعي حقوقو رعایتولو ته ژمن دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، سرپرست حکومت د ناحل شویو مسایلو په اړه پر خبرو او تفاهم باورمند دی او په وینا یې پر هغو مسایلو چې ملګري ملتونه اندېښنې لري، کار روان دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «موږ غواړو د ملګرو ملتونو مسوولان او همداراز نور استازي چې یې افغانستان ته راځي، باید خپل تعامل او اړیکو ته دوام ورکړي، کومې اندېښنې او ګیلې چې لري، له موږ سره یې شرکې کړې او کار پرې روان دی.»

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د ځنډولو کېدو په تړاو د اسلامي امارت له حکمونو وروسته تر اوسه د ملګرو ملتونو دوه مرستیال افغانستان ته راغلي؛ خو لا هم د سرپرست حکومت له لوري د دغو لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه