Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د ضمیر کابلوف او حنا رباني کهر لېدنه او خبرې

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په اسلام‌اباد کې د لېدنې پر مهال د افغانستان او په سیمه کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې کړې دي.

په‌دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتونکی دی او دا مساله به د افغانستان د هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.

دغه پاکستانۍ چارواکې وايي، سوله‌ییز ګاونډيتوب د اسلام‌اباد سټراټیژیکه اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «سوله‌ییز ګاونډیتوب د پاکستان لپاره د یوه سټراټيژيک ضرورت په توګه لاهم پاتې دی او افغانستان په خپل جغرافیايي موقعیت سره د مرکزي اسیا او سویلي اسیا تر منځ د ارتباطي پل په توګه دی او د ټولنیز، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو په برخو کې محوري نقش لري.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «پاکستان او روسیې د افغانستان موجوده حکومت سره عملي، سیاسي تعامل په اهمیت باندې ټینګار کړی دي.»

د نړۍوالو چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې مسکو او اسلام‌اباد له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د ښه کېدو په برخو کې مهم نقش لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري زیاتوي: «دا یوه نوې خبره نه‌ده، روسانو او پاکستان عموماً حتا د منطقي خلک پر دې باندې ټینګار کوي چې باید له طالبانو سره تعامل وشي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وايي: «د دوی کټې تل د افغانستان پر ضد دي، په یوازېنۍ برخه کې چې دوی همغږي درلوده، له سیمې د امریکا وتل و چې اوس ورته هغه مطرح نه‌ده.»

د اسلامي امارت ویاند د افغانستان په تړاو د مسکو او اسلام‌اباد له دغو خبرو اترو هرکلی کوي او وايي، کابل له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «له ټولو هېوادونو سره زموږ تعامل متوازن دی، موږ نه غواړو له یوه هېواد سره ښې اړیکې ولرو او له بل سره نه، غواړو له خپلو ګاونډیو، سیمې ته نږدې، اسلامي او ان اروپايي او غربي هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.»

روسیه او پاکستان له افغانستان سره ډېپلوماټيکې اړیکې لري، خو تر اوسه له دغو هېوادونو هېڅ یوه یې اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتونکی دی او دا مساله به د افغانستان د هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.

Thumbnail

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په اسلام‌اباد کې د لېدنې پر مهال د افغانستان او په سیمه کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې کړې دي.

په‌دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتونکی دی او دا مساله به د افغانستان د هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.

دغه پاکستانۍ چارواکې وايي، سوله‌ییز ګاونډيتوب د اسلام‌اباد سټراټیژیکه اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «سوله‌ییز ګاونډیتوب د پاکستان لپاره د یوه سټراټيژيک ضرورت په توګه لاهم پاتې دی او افغانستان په خپل جغرافیايي موقعیت سره د مرکزي اسیا او سویلي اسیا تر منځ د ارتباطي پل په توګه دی او د ټولنیز، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو په برخو کې محوري نقش لري.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «پاکستان او روسیې د افغانستان موجوده حکومت سره عملي، سیاسي تعامل په اهمیت باندې ټینګار کړی دي.»

د نړۍوالو چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې مسکو او اسلام‌اباد له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د ښه کېدو په برخو کې مهم نقش لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري زیاتوي: «دا یوه نوې خبره نه‌ده، روسانو او پاکستان عموماً حتا د منطقي خلک پر دې باندې ټینګار کوي چې باید له طالبانو سره تعامل وشي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وايي: «د دوی کټې تل د افغانستان پر ضد دي، په یوازېنۍ برخه کې چې دوی همغږي درلوده، له سیمې د امریکا وتل و چې اوس ورته هغه مطرح نه‌ده.»

د اسلامي امارت ویاند د افغانستان په تړاو د مسکو او اسلام‌اباد له دغو خبرو اترو هرکلی کوي او وايي، کابل له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «له ټولو هېوادونو سره زموږ تعامل متوازن دی، موږ نه غواړو له یوه هېواد سره ښې اړیکې ولرو او له بل سره نه، غواړو له خپلو ګاونډیو، سیمې ته نږدې، اسلامي او ان اروپايي او غربي هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.»

روسیه او پاکستان له افغانستان سره ډېپلوماټيکې اړیکې لري، خو تر اوسه له دغو هېوادونو هېڅ یوه یې اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه