Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالجبار ثابت جنازه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه

د افغانستان پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت جنازه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د هغه د کورنۍ غړي وایي، نوموړی په وروستیو میاشتو کې پر تنفسي ناروغۍ اخته شوی و او له همدې امله د کوزې پښتونخوا په یوه روغتون کې د ۷۸ کالو په عمر ومړ.

د عبدالجبار ثابت وراره عبدالله دوراني وايي: «ډېر کاروبار یې له کتاب، لیکنې او لوست سره وو او په اصطلاح یو زنده دل شخص و.»

د عبدالجبار ثابت پخوانی همکار  عمران الله زیاتوي: «ډېر جدي او قاطع سړی و، په اداره کې یې ډېر زیات کار کوه.»

د هغه د کورنۍ غړي او پخواني همکاران وایي، نوموړی وروستیو کې له تنفسي ناروغیو کړېده او له تېر څه باندې یو کال راهیسې په کوزه پښتونخوا کې مېشت و.

د عبدالجبار ثابت سکرتر شاکرالله ناصري څرګندوي: «د سږو او سابندۍ تکلیف ورته پیدا شو؛ نو بیا مو نارت وېسټ شفاخانې ته یوړ او هلته مو داخل کړ، څلور ورځې په شفاخانه کې داخل و، په همغه موده کې یې خپله ساه ورکړه.»

عبدالجبار ثابت دوه کاله د افغانستان د لوی څارنوال په توګه دنده کړې وه، تر هغې وړاندې یې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د عدلیې وزارت د سلاکار، د پوهنتون استاد او خبریال په توګه دندې تر سره او په  حقوقو او سیاسي علومو کې یې د دکتورا تر کچې زده کړې کړې وې.

د هغه د کورنۍ غړي وایي، نوموړی په وروستیو میاشتو کې پر تنفسي ناروغۍ اخته شوی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه