Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درې هېوادونو په غوښتنه د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه تر سره کېږي

ټاکل شوې نن (جمعه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عربي متحده اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست طلوع نیوز ته وایي، په‌دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته د خپل سفر پر تړاو وینا وکړي.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «دغه ناسته یوازې د عمومي منشي د مرستیالې او د امنیت شورا له غړو سره به تر سره شي او د امنیت شورا له غړو پرته په‌کې څوک ګډون نه‌کوي. د دې بحث اصلي بحث افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستیالې د سفر په اړه دی.»
د چارو ځینې شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د دغه ډول غونډو جوړېدل د هېواد په ګټه ګڼي.
د پوهنتون استاد رحمت‌الله بېژن‌پور زیاتوي: «یو ځل بیا افغانستان د سیاست نظریو ته نږدې کېږي او د افغانستان په اړه د سیاست تعامل ته په جدي ډول کتل کېږي، خو وبه ګورو چې د دې پایلې به څه وي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نصیر احمد ترکی وايي: «له ګټورو ابزارو پرته د ناستو تر سره کول، هېڅ ګټه نه‌لري.»
ورته مهال، اسلامي امارت وایي، د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه کې چې کوم مسایل مطرح کېږي باید د واقعیتونو پر بنسټ وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «له امنیت شورا غواړو چې پرمختګونه او د ټولنې واقعیتونه هم په نظر کې ونیسي او د افغانستان په اړه قضاوت وکړي او پر دې ټینګار وکړي چې د افغانستان له حکومت سره اړیکې ګټورې دي او په امنیت شورا کې چې کومې اندېښنې او غوښتنې دي، هغه د له ډېپلوماټیکو لارو د بحث او حل وړ دي.»
د ویلو ده چې له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د افغانستان د وضعیت په تړاو نږدې لس نړۍوالې او سیمه‌ییزې غونډې جوړې شوي، خو د چارو د شنونکو په باور په یادو غونډو کې د سرپرست حکومت د استازي د نه‌شتوالي او د اسلامي امارت له لوري د انعطاف نه ښودل د دې لامل شوي چې د هېواد ستونزې پر خپل ځای پاتې شي.

نصیر احمد فایق وایي، په‌دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته د خپل سفر پر تړاو وینا وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه