Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالحمید له ا.ا سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو د ټینګښت غوښتنه وکړه

د ایران په زاهدان کې د سنیانو جمعې د لمانځه ملا امام مولوي عبدالحمید، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د ډپيلوماټيکو اړیکو د ټینګښت غوښتونکی شو.

دغه دیني عالم د جمعې ورځې د لمانځه په خطبه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتې دي، چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره له سرپرست حکومت سره ډيپلوماټيکې اړېکې ټينګې کړي.

مولوي عبدالحمید وایي، چې اوس‌مهال له افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړیکو ټينګول منصفانه دي:«که چېرې دغه ډپيلوماټيکې اړیکې ټينګې شي، غوره ده چې مذاکره وکړي، د اسلامي نړۍ علما کولای شي چې په افغانستان کې اغېزناک وي.»
  
مولوي عبدالحمید کار او زده کړه د ښځو او نجونو بنسټيز حقونه ګڼي او له افغان سرپرست حکومته غواړي چې ژر ترژره دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
               
د ایران په زاهدان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه ملا امام څرګندوي:«د بشري حقونو، د ښځو د حقونو مسایل، او د ښځو او نجونو زده کړه، او د ښځو کار او دندې مسایل، موږ هیله من یوو چې دا د حل وړ وي.»

اسلامي امارت هم له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو د ټینګولو په تړاو د مولوي عبدالحمید د خبرو هرکلی کوي او وایي، چې د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
                      
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ هڅې کوو هغه شکایتونونه او اندېښنې چې په دې درشل کې دي د هغوی په رفع کولو کې ډېره هڅه وکړو، چې د امکان تر کچې هغه لېرې کړو.»

بل خوا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل زاد او د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر خپلو ټوېټر پاڼو د نجونو او ښځو د حقونو د خوندېتوب غوښتنه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو او نجونو په تړاو د مولوي عبدالحمید خبرو ته پاملرنه وکړي. له دې سره جوخت، یو شمېر شنوونکي له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت ډيپلوماټېکې اړېکې د دواړو لورو په ګټه بولي.
                
د اسلام د علماوو د نړیوال اتحاد غړی فضل الهادي وزین وايي:«د اسلامي امارت حکومت د دې لپاره چې د افغانستان د خلکو په مقابل کې رانه شي او د افغانستان د خلکو له زیانه مخنیوی وکړي او همدارنګه له نړۍوالې ټولنې سره په ټکر کې نه شي باید ژر تر ژره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.»
                     
د ښځو د حقونو فعاله سودابه نژند هم څرګندوي:«موږ فکر کاوه چې ښايي د ښوونځیو د تړلو مسئله ښايي په څو میاشتو او یا هم اوونیو کې حل شي؛ خو څه باندې یو نیم کال شو چې قوانین ورځ په ورځ زیاتېږي.»

د ښځو د کار او تحصیل په تړاو د اسلامي امارت فرمانونه له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي او اوس اوس د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د تړلو دروازو ترشا غونډه جوړه کړې ده.

د ایران په زاهدان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه ملا امام مولوي عبدالحمید، دغه څرګندونې د اسلامي امارت له هرکلي سره مخ شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه