اسلامي امارت وايي چې د اسلامي امارت او واشنګټن ترمنځ د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته، مخکینی حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو مخالف و او هڅه یې کوله چې دغه بهیر ګډوډ کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا چې اسلامي امارت د خبرو اترو له لارې د پرمختګ له بهیره مایوسه شو، اړ شو چې له پوځي لارې مخته ولاړ شي.
دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر مایک پومپیو د کتاب له خپرېدو وروسته شوې دي. مایک پامپيو په خپل کتاب کې ویلي دي چې محمد اشرف غني، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې خبرو اترو پر مهال سولې ته د رسېدو په وړاندې خنډ و.
د اسلامي امارت ویاند اوس وايي چې د کابل مرکچي پلاوی تل د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو سره مخالف و.
ښاغلي مجاهد طلوع نیوز ته وویل:«کله چې موږ له امریکایانو سره یوې هوکړې ته ورسېدو، وروسته دې ته نوب راورسېد چې باید د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي له بده مرغه د کابل اداره مانع شوه او هغه وخت د کابل ادارې مشران په کلکه مانع وو او پرې نه ښودل چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات مخته ولاړ شي.»
ذبیح الله مجاهد وایي، چې د کابل پخواني مشران د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو مخالف و او دغه مسئله د دې لامل شوه، څو اسلامي امارت له دغو خبرو ناهیلی شي او پوځي لارې ته مخه کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«دې ته اړتیا شوه او اسلامي امارت اړ شو چې له پوځي لارې دغه موضوع حل کړي.»
د پوهنتون استاد سید جواد سجادي هم وايي:«اوس په ټولو چارو کې له ناوړه شرایطو سره مخ یوو، له شک پرته چې د هغه ریښه د ښاغلي اشرف غني نامسوولانه وتلو ته ورګرځي.»
د سیاسي چارو شتوونکی توریالی ځاځی هم څرګندوي:«د ښاغلي غني تګ یو مثبت کار و، ځکه که چېرې په هېواد کې پاتې وای، د تېرو نظامونو په څېر غمیزې به رامنځته شوې وې، او تکرار شوې به وې.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري نظام د ړنګېدو او د هېواد د اقتصادي ناورین لامل بولي.
د کابل اوسېدونکی مجتبی وايي:«خلک په عذاب کې دي، په کړاو کې دي زموږ ځوانان معتاد شول چې دا ټول د اشرف غني د تېښتې له امله دي.»
دا په داسې کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل کتاب په یوه برخه کې د افغانستان مسایلو ته کتنه کړې ده. مایک پومپيو د خپل کتاب په یوه برخه کې مخکینی ولسمشر اشرف غني تر ټولو بد رهبر او درغلګر بللی او له افغانانو سره یې د امریکا د بشري مرستو په حیف و میل تورن کړی دی.
په دې اړه مو اندونه