Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیم مېلیون جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې

د عدلیې وزارت وايي چې په ټوله هېواد کې تراوسه له غاصبینو څه باندې یو نیم مېلیون جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د عدليې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار طلوع نیوز ته وايي چې په ټول هېواد کې د څه باندې ۱۰۰ ښارګوټیو اسناد ارزول شوي چې ۳۰ ښارګوټي په کابل کې موقعیت لري.

ښاغلی جهادیار زیاتوي چې ۱ مېلیون او ۲۰۰ جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې ده.
 
ښاغلي جهادیار وویل:«له یو نیم مېلیون ډېره دولتي ځمکې تثبیت شوې دي او سلګونه زره نورې ځمکې تر څېړنو لاندې دي، ترڅو تثبیتې شي.»

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د دغه کار ملاتړ کوي او ترې غواړي، چې ټولې غصب شوې ځمکې دې مشخصې او غاصبین دې د قانون منګولو ته وسپاري.

د کابل ښار اوسېدونکی حبیب الرحمان وايي:«د ځمکو غاصبینو ته باید په وخت سره رسېدنه وشي او هغه باید ونیول شي او قانون پرې پلی شي، څو راتلونکي کې ځمکې غصب نه کړي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد علي هم څرګندوي:«په جمهوریت نظام کې چارواکو ډېرې ځمکې غصب کړې وي، اسلامي امارت باید دغه ځمکې بېرته راوګرځوي او نور باید ځمکې غصب نه شي.»

د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید شخصي ځمکې هم له غاصبینو راوګرځوي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:«زما په نظر دا یو مثبت او ښه ګام دی او باید له دې ملاتړ وشي، زما وړاندیز اسلامي امارت ته دا دی، چې په دې برخه کې مخلص کسان وګوماري.»

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز مشر هاتف مختار هم څرګندوي:«هغو زورواکو چې د خلکو ځمکې يې په زوره غصب کړې دي، اسلامي امارت باید دا ځمکې بېرته ونیسي او خلکو ته يې ووېشي.»

عدليې وزارت وايي، په ټول هېواد کې تر څلور میلیونه جریبه زیاته ځمکه غصب شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون هڅه کوي، چې دغه ځمکې بیرته له غاصبینو راوګرځوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه