Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل له دوامه د اسلام اباد ملاتړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، له ټوماس وېسټ سره به لیدنه کې ویلي دي چې اسلام اباد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د دوام ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په ټویټرپاڼه لیکلي، چې له خپل امریکايي سیال سره يې په لیدنه کې افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړي او د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره يې په تعامل ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان لیکلي:«په دې لیدنه کې، ما د افغانستان له موقت حکومت سره د تعامل پر دوام او د افغانانو پر بشري ملاتړ ټینګار وکړ.»

پاکستانی خبریال طاهر خان هم وايي:«تازه پرمختګونو باندې خبره شوې ده او د افغانستان موجوده حکومت سره تعامل او رابطه په هغې باندې ټینګار شوی دی.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند وايي، په افغانستان او سیمه کې ثبات د ټولو لورو لپاره مهم دی او له افغانستان سره د هېوادونو تعامل د اوسنیو ستونزو حل لار ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«تعامل چې د اسلامي امارت سره کېږي، هغه زه یو ښه مثبت ګام بولم.  کوم حکومتونه چې پر دې ټینګار کوي، هغه هم په واقعیتونو پوه شوي دي، ځکه تعامل یوازینۍ د بریا لار ده چې موږ پرمخ تللی شو او اعتماد رامنځته کېدلای شي.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دې د ستونزو هوارۍ لپاره افغانانو سره خبرې اترې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وویل:«غوره لار دا ده چې ټام وېسټ مخامخ له افغانانو سره او د افغانستان له اسلامي نظام سره او اسلامي امارت سره خبرې وکړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید احمد بلال فاطمي هم وايي:«زه فکر نه کوم چې داسې کوم نوی داسې بدلون راشي چې د افغانستان لپاره یې نهایت زیات ګټه ولري او په سیمه کې کوم بدلون راولي.»

تمه ده، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ له پاکستان وروسته سویس او جرمني ته هم سفر وکړي، چې د امریکا له متحدینو سره به پر ګډو ګټو خبرې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، په افغانستان او سیمه کې ثبات د ټولو لورو لپاره مهم دی او له افغانستان سره د هېوادونو تعامل د اوسنیو ستونزو حل لار ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه